Homeخبرونهپه کندهار کې د دوو موټرو په ټکر کې ۹ تنو ته...

په کندهار کې د دوو موټرو په ټکر کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د لوګر پمپ په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي اسدالله جمشید د شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه هغه مهال وشوه چې یو کرولا موټر له یوه باروړونکي ټرېلر سره ټکر وکړ.

د هغه په وینا، ټول وژل شوي او ټپیان د کرولا موټر سپرلۍ وې.

ټپیان د درملنې لپاره نژدې روغتون ته لېږدول شوي او چارواکو د پېښې په اړه نورې څېړنې پیل کړې دي.

ترافیکي پېښې لا هم د هېواد په ډېرو سیمو کې یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي، چې ډېری وخت د بې‌احتیاطه موټر چلونې، د سړکونو خراب وضعیت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعت له امله رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...