Homeخبرونهد امریکا او ایران د احتمالي موافقې جزییات؛ دواړه خواوې یو بل...

د امریکا او ایران د احتمالي موافقې جزییات؛ دواړه خواوې یو بل ته کوم امتیازونه ورکوي؟

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې هغه هوکړه چې امریکا او ایران یې د لاسلیک په درشل کې دي، د ۶۰ ورځني اوربند د غځولو طرحه پکې شامله ده. د راپور له مخې، په دې موده کې به هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي، ایران به وکولای شي په ازاد ډول تېل وپلوري، او د ایران د اتومي پروګرام د محدودولو په اړه به مذاکرات ترسره شي.

د اکسیوس په وینا، دغه هوکړه کولای شي د جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي او د نړۍ د تېلو پر بازار فشار کم کړي. خو لا هم څرګنده نه ده چې ایا دا به یوې دوامدارې سولې ته لار هواره کړي که نه؛ داسې سولې ته چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنې هم د ایران د اټومي پروګرام په اړه پکې په پام کې ونیول شي.

د راپور له مخې، هم ټرمپ او هم منځګړو ویلي چې ښايي دا هوکړه د یکشنبې په ورځ اعلان شي، خو سند لا هم بشپړ شوی نه دی او امکان شته چې خبرې ناکامې شي.

د هوکړې مهم جزئیات

د یوه امریکايي چارواکي په وینا، ایران او امریکا به یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړي چې د ۶۰ ورځو لپاره اعتبار ولري او د دواړو لورو په رضا به غځېدلی هم شي.

د دې مودې په ترڅ کې به د هرمز تنګی پرته له فیسه د بېړیو پر مخ پرانیستی وي، او ایران به موافقه وکړي چې په دې تنګي کې ځای پر ځای شوي ماینونه پاک کړي څو کښتۍ په ازاد ډول تګ راتګ وکړای شي.

په مقابل کې، امریکا به د ایران پر بندرونو لګېدلې محاصره ختمه کړي او د ځینو تحریمي معافیتونو له لارې به ایران ته د تېلو د ازاد پلور اجازه ورکړي.

دغه امریکايي چارواکي منلې چې دا اقدام د ایران د اقتصاد لپاره ستر امتیاز دی، خو زیاته کړې یې ده چې په عین حال کې به د نړۍ د تېلو بازار ته هم مهمه مرسته ورسوي.

د هغه په وینا، هرڅومره چې ایران ژر ماینونه پاک کړي او د کښتۍ چلولو اجازه بېرته فعاله کړي، هماغومره به ژر محاصره هم لرې شي.

دغه چارواکي ویلي چې د ټرمپ اساسي اصل په دې هوکړه کې «امتیاز د عملي اقدام په بدل کې» دی.

اتومي موضوع لا هم د خبرو اصلي برخه ده

د امریکايي چارواکي په وینا، د تفاهم‌لیک په مسوده کې ایران ژمنه کوي چې هېڅکله به اتومي وسلو د جوړولو لټه نه کوي او د یورانیمو د غني‌کولو د ځنډولو او د لوړې کچې غني شویو یورانیمو د زېرمو د ایستلو په اړه به مذاکرات کوي.

د دوو باخبره سرچینو په وینا، ایران د منځګړو له لارې امریکا ته شفاهي ژمنې ورکړي چې د غني‌کولو د ځنډولو او د اټومي موادو د سپارلو په برخه کې د کومو امتیازونو منلو ته چمتو دی.

د راپور له مخې، امریکا به د ۶۰ ورځني پړاو په لړ کې د تحریمونو د کمولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه خبرې وکړي، خو عملي کېدل به یې یوازې د یوه وروستي او د تایید وړ تړون په صورت کې وي.

همداراز، هغه امریکايي ځواکونه چې په وروستیو میاشتو کې سیمې ته استول شوي، د دغو ۶۰ ورځو پر مهال به په سیمه کې پاتې کېږي او یوازې هغه مهال به ووځي چې وروستۍ هوکړه وشي.

د اسرائیل او حزب‌الله جګړه هم د تفاهم برخه ده

د اکسیوس د راپور له مخې، په دې تفاهم‌لیک کې دا هم ویل شوي چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه به پای ته رسېږي.

د یوه اسرائیلي چارواکي په وینا، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې په ورځ له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د دې شرط په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوه امریکايي چارواکي ویلي چې نتانیاهو د هوکړې د نورو برخو په اړه هم اندېښنې درلودې، خو خپل نظر یې په محتاط او درناوي ډک لحن بیان کړی دی.

د امریکايي چارواکي په وینا، دا به «یو اړخیز اوربند» نه وي، او که حزب‌الله بیا د وسلو راټولولو یا د شخړې د رامنځته کولو هڅه وکړي، اسرائیل ته به د اقدام اجازه وي.

هغه ویلي: «که حزب‌الله سم چلند وکړي، اسرائیل به هم سم چلند وکړي.»

د پاکستان او سیمه‌ییزو هېوادونو رول

د درېیو سرچینو په وینا، ټرمپ د شنبې په ورځ د څو عربي او اسلامي مشرانو نظرونه د دې هوکړې په اړه غوښتي وو او ټولو یې ملاتړ کړی دی.

د امریکايي چارواکي په وینا، د متحده عربي اماراتو ترڅنګ د سعودي عربستان، قطر، مصر، ترکیې او پاکستان مشران هم په دې تماس کې شامل وو، او دغو ټولو هېوادونو د منځګړیتوب په هڅو کې برخه اخیستې ده.

خو د راپور له مخې، پاکستانیان اصلي منځګړي وو، او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د جمعې او شنبې په ورځو تهران ته د سفر پر مهال د هوکړې د وروستي کولو لپاره هڅې کړې دي.

ټرمپ؛ د جګړې او ډیپلوماسۍ ترمنځ

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ په وروستیو ورځو کې د هوکړې د مخته وړلو او پر ایران د پراخو بریدونو د پیل ترمنځ په پرېکړه کې زړه نا زړه و، خو د شنبې تر ماښام پورې د ډیپلوماټیکې حللارې پر لور متمایل شوی و.

سپینې ماڼۍ هیله ښودلې چې که په راتلونکو ساعتونو کې وروستي اختلافات حل شي، نو هوکړه به د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

د امریکايي چارواکي په وینا، که واشنګټن دې پایلې ته ورسېږي چې ایران د اتومي مذاکراتو په اړه جدي نه دی، ښايي دغه هوکړه حتا ۶۰ ورځې دوام ونه کړي.

هغه زیاته کړې چې امریکا باور لري د ایران اقتصادي فشارونه به تهران دې ته وهڅوي چې د تحریمونو د لرې کولو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو لپاره بشپړې هوکړې ته غاړه کېږدي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي: «دا به جالبه وي چې ووینو ایران تر کومه حده د بدلون لپاره چمتو دی، خو که دوی توان او اراده ولري چې خپله لاره بدله کړي، نو دا راتلونکی پړاو به هغوی اړ کړي چې د خپل هېواد د راتلونکي مسیر په اړه ډېرې مهمې پرېکړې وکړي.»

د ټرمپ سلاکارانو هم ویلي، که د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ټرمپ غوښتنې پوره شي، د امریکا ولسمشر چمتو دی چې له ایران سره د اړیکو د بیا تنظیم لپاره لوی ګامونه پورته کړي او ایران ته اجازه ورکړي چې خپل بشپړ اقتصادي ظرفیت فعال کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...