سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهپاکستان؛ د اورګاډي په تمځای کې چاودنې تر ۷۷ زیاتو کسانو ته...

پاکستان؛ د اورګاډي په تمځای کې چاودنې تر ۷۷ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (شنبه د عقرب ۱۹مه) پاکستان کې د رېل ګاډو په تمځای کې چاودنې ۲۴ تنه ووژل او تر ۵۴ زیات یې ټپیان کړل.

د پاکستان سیمه ییزې رسنۍ وایي، چې په کوټې ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې نن (شنبه) بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او تر ۵۰ ډېر یې ټپیان کړل.

اکسپرس نیوز وایي چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لسګونه مسافر پېښور ته د تګ لپاره راټول شوي وو.

په یاده مرګ ژوبله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هیڅ ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

پاکستان کې په دې وروستیو کې وسله وال بریدونه، بمي چاودنې او د نا امنۍ پېښې په داسې مهال زیاتې شوي، چې تازه پاکستان په خپله خاوره کې له ایران سره یوځای د “جيش العدل” ډلې پرضد د ګډو عملیاتو د ترسره کولو ادعا رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ، د فرانس پرېس خبري اژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې د داسې عملیاتو په اړه راپورونه “جعلي خبرونه” وبلل او رد یې کړل، چې ویل شوي وو د پاکستان پوځ او د ایران وسله‌وال ځواکونه یې په ګډه ترسره کوي.

د بلوڅانو یوه بېلتون غوښتونکي غورځنګ، (د ازادۍ غوښتونکي پوځ) د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

یاد غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا د پاکستان د پوځ پر غړو یو ځانمرګی برید و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب