سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهم.ملتونه؛افغانستان کې تر۲۰۳۰کال د ۱۱ زره ښځینه ښوونکو تقاعد به نه جبرانېدونکی...

م.ملتونه؛افغانستان کې تر۲۰۳۰کال د ۱۱ زره ښځینه ښوونکو تقاعد به نه جبرانېدونکی زیان ولري

تاند ( شنبه د عقرب ۱۹مه)افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۱ زره څخه د زیاتو ښځینه ښوونکو په تقاعد سره به، افغانستان د هغوی لپاره بدیل ونه‌ لري.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د ښوونکو په شمېر کې دومره کمښت به د نجونو د ښوونځيو د زړه کړو په کیفیت کې لا ستونزې زیاتې کړي.
افغانې نجونې وایي د دوی پر زده‌کړو د طالبانو د حکومت د بندیزونو دوام به نه یوازې پر زده کړو ناوړه اغېز ولري بلکې د ټولنې ډېره برخه به د ښځینه مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
یونسکوهم په دې وروستیو کې ویلي وو چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې ‌‌برخې دي.
یادې ادارې زیاته کړې، که د نجونو پر زده‌‌کړو دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰م کال پورې دوام وکړي،نو تر ۴ میلیونه زیاتې نجونې به اغېزمنې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د هر ډول زده‌کړو دروازې تړلې دي.

3 COMMENTS

  1. هیڅوک حق نه لري چې د پوهې مخه ونیسي ، مخه نیول یې ناروا ، ظلم او بر بریت دی ! د نړۍ ټول ازادي غوښتونکي ، حقوق غوښتونکي انسانان باید سره یو شي او زمونږه لوڼې او خوندې له دې وحشیانو څخه خلاصي کړي !!

  2. ګرانه لوفر جانه،
    موږ دې هم په په کله ملاتړي يو او خبره دې تاييدوو.
    ستا د ډاډ لپاره په زغرده ويلی شم چې انسان خدای پيدا کړی او هغه ته يې د هغه ټول لومړني بنسټيز حقوق د هغه له پيدايښت سره ورکړي دي چې دا تحقق يې بيا موږ ته د رسولانو او انبياو له ليارې شوی او موږ ته روښانه شوي دي.
    تاسې بايد پوه شئ چې هېڅ يو رسول او نبي هېڅکله دا حق او اختيار نه لري چې د الله تعالی ورکړی حق له چا واخلي او رسول و نبي د همدې لپاره راغلي چې موږ ته يې راورسوي او راته يې روښانه کړي.
    هر رسول او نبي پر دې مکلف دی چې د الله تعالی له لورې ورته نازل شوي خپلو خلکو ته ورسوي. د هغوی دنده موږ ته د رسولو او محاسبه د الله تعالی کار دی او د هغې لپاره ورځ ته له مخکې نه معلومه شوې ده چې هغه د محاسبې ورځ ده او الله تعالی دې يې موږ ټولو اسانه کړي.
    زموږ کار د منلو او د پيروۍ (اطاعت) دی چې په کولو به يې پاداش او په نه کولو به يې سزا وينو او بيا هم کېدای شي چې مو وبښي.
    تاسې د يو معقول او هوښيار شخص په توګه به هم دا سره ومنئ چې دا به څومره لوی زياتی او ظلم وي چې الله تعالی انسان [ مسلمان/نامسلمان، ښځه/نارينه ] پيدا کړی او د زده کړې حق ورته ورنه کړي، نو څنګه به لومړی ځان او بيا خدای وپېژني؟ دا خو په زده کړه کيږي. حال دا چې زموږ د ژوند اتيا بلکې له اتيا نه هم زيات تر نوي فيصده پورې په مدني يا ساينسي علومو پورې نښتی دی چې له همدې نه موږ خپل ژوند مخته وړو. له لس تر شل برخې پورې زموږ امور له شرعي امورو پورې اړوند دي چې هغه زموږ د ژوند يوه برخه ده.
    له بده مرغه موږ له پيله له زاړه ښکېلاکه چې افغان سيد جمال الدين يې هغه وخت نه شو زغملی او له هېواده يې تبعيد کړ. هغه د هغه وخت د نړيوال استعماري ځواک پر وړاندې اسلامي نړۍ راوېښوله چې د وخت زبرځواک دېته متوجه وو او نه يې غوښتل چې اسلامي نړۍ له تمدن سره اشنا او تمدن ته مخه کړي. همداسې يې له امير شېرعليخان سره څه وکړل؟ بيا يې څه دپاسه سل کاله مخکې له امان الله خان سره څه وکړل؟ باچا خان د پېښور د چارسدې په اتمانزيو کې د نجونو ښوونځی جوړ کړ او د هغه پسې يې خپل لاسپوڅي او معاشخواره ملايان ورپسې ولمسول چې هغه يې پرې بند کړ. باچا خان يې په زندان کې يې پرې واچولو او داسې سخت يې وهلی وو چې پښتۍ يې ماتې شوې وې او د ژوند تر پايه له هغې کړېده.
    تاسې له تاريخ ځان پوه او خبر وساتۍ چې کردانو د صلاح الدين ايوبي (رح) په وخت کې سخت مقاومت وکړ چې له بده مرغه وروسته بيا د خپلو خپلمينځي اختلافونو له لاسه پخپل کُردستان کې اوسېدی نه شو. د هغه کردستان يې څلور ځايه ووېشه چې همدې نننيو اسلامي ملکونو کې يې ځای ونه شو او داسې يې سره ووېشه چې بيا د تاريخ په اږدو کې سره يو نه شي او نه يې څوک سره متحد کېدو او سر پورته کولو ته پرېږدي.
    له موږ سره هم هوبه هو لوبه وشوه. موږ له دوی سره درې جنګونه وکړل او د دوی ښکېلاک ته مو صدمه ورسوله، خو دا صدمه موږ ته هم دومره درنه پرېوته چې په پايله کې ټول هندوستان په بنګله دېش، کشمير او پاکستان ووېشل شو او موږ يې هم په ملا کې ووهلو او سره يې نيم يې کړو. په پايله کې هغه نيمی نيمګورې سياسي خپلواکي هم راڅخه لاړه او اقتصادي خو مو هم چندان ښه نه وی چې دا دی د طالب په دې وروستي غوبل کې يې راڅخه هغه د زده کړې حق هم واخېست. د ګاندي د مظاهرو په وخت کې هنديان مظاهرو ته پرېښوول، خو زموږ سراج الأخبار يې په کابل کې زغملی نه شو او هغه هم راباندې بند کړ او ويل يې چې دا زموږ په تاوان دی او تاسې خلک راوېښوئ.
    هيله ده چې ستاسې د قلم ژبه بايد رغنده وي، نو موږ دې ټول ملاتړ کوو، خو ….

  3. يوه هيله / وړانديز
    ګرانه لوفر جانه،
    ستاسې د يو کشر ورور په توګه او په منصفانه ډول د منښتې او نه منښې خبره او قضاوت يې تاسې ته پرېږدم، خو که تاسې زما دا يوه هيله او وړانديز ومنئ چې په دې کې به راسره تاسې هم يو ياست چې الله تعالی انسان په ټولو مخلوقاتو کې اشرف المخلوقات او تر ټولو ښکلی او ښه څېره (قيافه) پيدا کړی دی او دواړه د قرآن او د الله تعالی خبرې دي. زما شخصي نه دي.
    له يو لورې تر ټولو شريف مخلوق او له بل لورې هممهاله يې ورسره تر ټولو مخلوقاتو ښه څېره درکړې او درباندې لورولې ده. نو چې انسان شريف (دروند/مُعزّز) دی او ورسره له معنوي او صورتي اړخه ښکلی دی، نو له شريف او احسن سره خو ښکلي نومونه هم الله ورلورولي دي، نو ولې دې ځانته داسې يو نوم خوښ کړی چې هغه نه ستا له خلقت او نه معنوي شرافت او احسنتوب يعنې ښکلا سره له هر اړخه ښه نه ايسي، نو اميد دی چې تاسې پرې په پراخه سينه او زغم او له ساړه دماغ سره پرې سوچ وکړئ او يو داسې ښکلی نوم ځانته خوښ او انتخاب کړې چې هغه ستا له شان و شوکت سره ښه ايسي او تاسې پرې له رواني اړخه هم خوشاله او خوښ اوسئ. تاسې پرې سوچ ښه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب