سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهپاکستان؛ د عمران خان د پلویانو په لاریونونو کې د پولیسو په...

پاکستان؛ د عمران خان د پلویانو په لاریونونو کې د پولیسو په ګډون ۱۴تنه ټپیان شوي

تاند ( شنبه د عقرب ۱۹مه) پاکستاني پوليس وايي په کوټه کې د پاکستان تحریک انصاف د پلويانو په لاریونونو کې ۱۴ تنه ټپیان شوي او لسګونه کسان نيول شوي دي.

د یادې سیمې د پولیسو مشر محمد بلوڅ رسنیو ته ویلي،چې د تحريک انصاف له پلويانو سره په نښتو کې ۸ پوليس او شپږ عام وګړي ژوبل شوي دي.

نوموړی وايي تر دې وروسته يې د دغه ګوند ۵۲ لاریون کوونکي نيولي دي.

بلوڅ زياتوي، دا نښتې وروسته له هغې وشوې، کله چې ځایي پولیسو د تحريک انصاف پلویانو ته پرون جمعه په کوټه کې د غونډې اجازه ورنکړه.

پاکستان تحريک انصاف نن هم د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې اعتراضي ناسته رابللې ده. دې اعتراضیه ناستې لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

عمران خان چې دامهال د يوشمېر جرمونو په تور اډیاله زندان کې بندي دی، وايي د ده پرضد بې اساسه قضیې جوړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب