سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهامریکایي ویسکانسین د ۵۰ کلونو پخواني قتل په تور زنداني شو

امریکایي ویسکانسین د ۵۰ کلونو پخواني قتل په تور زنداني شو

تاند (شنبه د عقرب ۱۹مه) د امریکا په شمال ویسکانسین ایالت کې یو ۸۴ کلن سړی د یوې وژنې په تور چې نیمه پېړۍ مخکې شوی و، ونیول شو.

د (CNN) د راپور له مخې څېړونکي د کورنۍ جوړونې جنیتیک علم له مخې بریالي شول چې دغه ۵۰ کلنه جرمي قضیه حل کړي.

دغه امریکایي خبري رسنۍ نن شنبه په یوه راپور کې ویلي، چې قاتل میلر نومېږي او د ۲۵کلنې “مري شلیس” د وژنې په تور ونیول شو.

په راپور کې راغلي چې د مري کی شلیس جسد په ۱۹۷۴ کال کې د ویسکانسن اسپریک بروک کې په یوه کوڅه کې وموندل شو.

شلیس چې شیکاګو ته د هنري نندارتون د لیدو لپاره تللې وه، د سفر په ترڅ کې په بې رحمانه توګه ووژل شوه او د هغه د وژنې قضیه تر اوسه یو راز پاتې وو.

د ویسکانسین پولیس وایي دا لومړی ځل دی چې دوی د کورنۍ جوړونې د جنتیکي علم په وسیله یوه قضیه حلوي.

دا تګلاره، چې د DNA تحلیل او د کورنۍ تاریخ څخه جوړه ده تر کلونو څیړنو وروسته یې د میلر په پیژندلو کې مرسته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب