یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهد کوټې د ریلګاډي په تمځای کې د وژل شویو شمېر ۳۱...

د کوټې د ریلګاډي په تمځای کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته ورسید، طالبانو دا برید وغانده

تاند (شنبه، د عقرب ۱۹ که) د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې د رېلګاډي په تمځای کې د نن ورځې په ځانمرګي برید کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته رسیدلی او تر ۶۰ څخه ډېر ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې ۱۹ امنیتي ځواکونه او پاتې نور ملکیان دي.

د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

دا چاودنه داسي مهال وشوه چې ګڼ خلک د ریلګاډي په تمځای کې حاضر وو.

د بلوڅانو ازادۍ غوښتونکې پوځ د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې هدف یې پوځیان وو.

دې جلا غوښتونکې وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې څو مرګوني بریدونه کړي دي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت دا برید له دې کبله غندلی دی.

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دا برید غندي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې شاوخوا ۱۰۰ تنه پوځیان په تمځای کې منتظر وو چې راولپنډۍ ته لاړ شی.

له بلې خوا د طالبانو یوې ډلې د ازادۍ جبهې هم د دې لپاره چې ځان پاکستان ته نژدې کړي، ویلي چې د کوټې برید غندي او هغه په سیمه کې د ترهګرۍ د پراختیا نښه بولي.

دې ډلې همداراز ادعا کړې چې تروریستي ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د فعالیت پراخه ساحه ترلاسه کړې او طالبان یې ملاتړ کوي.

د طالبانو مخالفو ډلو په وروستیو کې په دې هیله چې د پاکستان له پناه او ملاتړه برخمنې شي، هڅه کړې چې پاکستان ته ځان پاکستان ته نژدې کړي او له دې هیواد سره خواخوږي وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب