Homeخبرونهبنګله دېش دوهمه یو ورځینۍ مسابقه وګټله

بنګله دېش دوهمه یو ورځینۍ مسابقه وګټله

بنګله دېش له افغانستان څخه د درو یو ورځنیو سیالیو دوهمه مسابقه په ۶۸ منډو وګټله او لوبلړۍ یې تر دې دمه مساوي کړه.

د دې لړۍ لومړۍ مسابقه افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر ګتلې وه.

د افغانستان په کوربه توب د دې سیالۍ پچه بنګله دېش وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بټنګ وکړي. د شارجې د لوبغالي په اړه ویل کېږي چې هره لوبډله لومړی بیټنګ وکړي د بری چانس یې ډېر دی.

بنګالي لوبغاړو د ۷ لوبغاړو له سوځېدو او د ۵۰ اورونو په پای کې ۲۵۲ منډې وکړې.

د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

ننګیالي ته، سره له دې چې درې لوبغاړي سوځولي وو او د ورکړو منډو اوسط یې ټیټ و، چانس ورنه کړل شو چې ټول ۱۰ اورونه ولوبوي خو د ده پر ځای فاروقي ته، چې په نننۍ لوبه کې ښه نه ځلېده، د وروستیو اورونو د بالینګ چانس ورکړل شو.

همداراز په داسي حال کې چې افغان لوبډلې ۷ باولران لرل، محمد نبي ته د ۱۰ اورونو د لوبېدو چانس ورکړل شو.

د افغانستان په لوبډله کې یوازې رحمت شاه پنځوسیزه پوره کړای شوه. ګوربز د تېرې سیالۍ په شان ‌ډېر ژر وسوځيد.

صدیق اتل هم نسبتاً ښه توپ وهنه وکړه. ده ۳۹ او ګلبدین نایب ۲۶ منډې وکړې.

په باولینګ یا توپ اچونه کې د راشد خان، چې ۲ لوبغاړي یې وسوځول، اکانومي ۳ اعشاریه ۲۰، د ننګیالي خروټي، چې ۳ لوبغاړي یې وسوځول، ۳ اعشاریه ۵۰، او د غضنفر، چې ۲ لوبغاړي یې وسوځول، ۳ اعشاریه ۵۰ وه.

د ګڼو سیالیو تجربې ښودلې، افغان لوبډلې هره هغه سیالي ګټلې چې پیلګرو لوبغاړو یې تر ۵۰ زیاتې منډې کړي دي.

د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه سیالي، چې د دې لوبلړۍ ګټونکی ټاکي، د روان نوومبر په یوولسمه (د دوشمنبې ورځ) په شارجه کې وشي.

1 COMMENT

  1. زه فکر کوم چې په عنوان کې د «بنګله دېش» لفظ باید وروسته لاړ شي. که نشي، په دې حالت کې داسې معنی ورکوي لکه تېره او دا لوبې دواړه چې بنګله دېش ګټلې وي.
    داسې صحیح برېښي:
    دوهمه یو ورځینۍ مسابقه بنګله دېش وګټله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...