Homeخبرونهافغانستان له بنګله دېش سره د لوبلړۍ دوهمه لوبه نن ترسره کوي

افغانستان له بنګله دېش سره د لوبلړۍ دوهمه لوبه نن ترسره کوي

تاند ( شنبه د عقرب ۱۹مه) د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه نن شنبه ترسره کېږي.

دا لوبه د متحد عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ بنګله دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

که افغان لوبډله په نننۍ لوبه کې هم د بنګله‌دېش لوبډله ماته کړي، نو د دې لړۍ اتلولي به وګټي.

بل لورته بیا که بنګله‌دېش دا لوبه وګټي نو د لړۍ ګټونکې لوبډله به په درېیمه ورځ کې د راتلونکي دوشنبې په ورځ معلوم شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په ۲ نیمو بجو پيلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...