لیکوال: فارمسست حبیب الله بختیال
انسان یو ټولنیز مخلوق دی او له پیدایښت سره سم د ګډ ژوند او کار لارښونه ورته شوې ده او یوازې توب ځکه د انسان لپاره مضر تمامیږي، چې د منزوي کېدو لامل کیږي او پر ذهني تشویشونو سربیره له خپلوانو او دوستانو سره د اړیکو پالل یې ژوند آسوده او فکر یې پراخوي.
دغه راز له دیني اړخه هم په ګڼو مواردو کې یادونه شوې، چې یوازیتوب او ګوښه والي کې انسان د شیطان د وسوسو ښکار کیږي او سترې ستونزې ترې زېږي.
انسان ته د ټولنیزو اړیکو پالل نه یوازې دا چې د ستونزو حل برخه کې مرسته کوي بلکې د غم او اندیښنو څخه د ژغورلو یوازینۍ حل لاره ده او د اړیکو پالل ورته تر هرې بلې چارې مهم دی.
د ټولنپوهنې له نظره لوی مدنیتونه د ګډ کار په پایله کې د سیندونو پر غاړه رامنځته شوي لکه بین النهرین، مصر او آریانا چې سترې بریاوې او علمي پرمختګونه د ټولنې د وګړو ګډ کار په پایله کې له همدې مدنیتونو را پنځیدلي دي او دا لړۍ له آدمه تر دې دمه روانه ده.
د ستونزو ګډ حل ، د علمي څیړنو ګڼو برخو شننه او د یوې علمي ډلې له لوري پرې ګډ کار او د تر لاسه شویو پایلو سره شریکول او د نظریو راغونډول د ټولنیز علمي پرمختګ لامل شوي.
انسان د یوې ګډې کوچنۍ ډلې څخه بیا تر لویو ټولنو پورې د خپلو څړځایونو او مالدارۍ پراختیا او د اړتیاوو پوره کولو لپاره د حشر ټولنیز اصل پر بنا کار وکړ؛ سربندونه، نهرونه او ویالې یې جوړې او ددې ټولو خونديتوب ته یې امنیتي د پیرې ډلې جوړې کړې، چې د پوځ یا اردو جوړیدو بنسټ هم له همدې ځایه کیښودل شو.
که د یوې ادارې تعریف وکړو، نو هغه ځای یا سیستم چې د ټاکلي هدف لپاره څو کسان په ګډه سره کار کوي اداره بلل کیږي، چې بیا هم د ټولنیز اوسیدو اصل مهم شو او ارزښت یې تر ټولو لوړ شو.
نو دې ټولو ته په پام سره ویلای شو، چې د ټولنیزو اړیکو پالل د بشري نړۍ او ټولو انسانانو لپاره مهم دی او د سترو پرمختګونو لور ته لار پرانېستل کیږي، ژوند راحت کیږي او د بیلابیلو سیستمنو په فعالیدو سره یو ستر بري ته لار هواریږي او ګڼ ناشوني کارونه شونې کیږي.
جاپان کې د وګړو روغتیايي خوندیتوب او هوساینې اړوند د ایکي ګای له مهمو رازونو څخه یو دا دی، چې دوی په ګډه کار کوي او خپل منځ کې د خپلوۍ، همکارۍ او دوستۍ اړیکې پالي، چې دې اصل دوی له روغتیايي اړخه یو ځانګړي ثبات ته رسولي دي، د عمرونو پر اوږدوالي او د رواني روغتیا پر سلامتیا یې مثبت اغېز کړی دی. دې سره ددوی ګډې اړیکې پیاوړې شوي، د خپلوۍ او وطندوستۍ حس یې پیاوړی شوی او خپل ښارونه او د هستوګنې سیمې یې پاکې او داسې زړه راښکونکي ساتلي دي، چې په لیدو یې د خوښۍ احساس هر لیدونکي ته پیدا کیږي.
هدف ته د رسیدو لپاره ګډ کار کول یو مهم ټولنیز اصل دی او ارواپوهنه هم ټینګار کوي، چې انسان د رواني شدیدو او خفیفو ناروغیو څخه د ژغورل کیدو لپاره باید منزوي او یوازې و نه اوسي او په ژوند کې ټولنیزې اړیکې له کورنۍ، خپلوانو او د ټولنې له بیلابیلو طبقو سره وپالي، ګنې د منزوي کیدل او یوازې توب کې اوسیدل له خفیفو بیا تر شدید رواني ناروغیو سترې کړاومنې ستونزې راولاړوي.