یکشنبه, مې 5, 2024
Home+په دې ورځ بغداد سقوط وکړ

په دې ورځ بغداد سقوط وکړ

تاند-  له نن څخه ۲۱ کاله پخوا د ۲۰۰۳ م کال د اپریل په دې ورځ (۹) پر عراق د امرکیا په مشرۍ د ايتلاف د یرغل له پیلېدو ځو اوونۍ وروسته بغداد سقوط وکړ.

امریکا د ۲۰۰۳ د مارچ په ۱۹ مه په دې پلمه پر عراق یرغل وکړ چې ګواکي د صدام حسین رژیم د ډله ییزې وژنې وسلې لري.

د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د امریکا کانګریس په لوی اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې پراخ واک ورکاوه چې د عراق پر ضد له قوې کار واخلي.

له امریکا سره په دې جګړه کې بریتانیا او یو شمېر نور لوېدیځ هیوادونه هم ملګري وو.

د امریکا د دې یرغل په نتیجه کې د صدام حسین دیکتاتوري رژیم وپرزېد خو په عراق کې نظم او امنیت له منځه لاړ، د عراقیانو ډیرې شتمنۍ تباه شوې او دا هیواد نژدې یوه لسیزه د جګړې په سور اور کې وسوځېد. لا هم عراق په بشپړ ډول د امریکا د یرغل په نتیجه کې د رامنځته شوې ناامنۍ له شره بشپړ خلاص شوی نه دی خو د امریکا یرغل عراقیان د صدام حسین له بې رحمه رژیمه خلاص کړل.

صدام حسین د ۱۹۳۷ کال د اپریل په ۲۷ د تکریت په العوجه کلې کې په یوه شپنه کورنۍ کې زېږېدلی، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و.

دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.

صدام حسین، چې د امریکا له حملې وروسته پټ و، د ۲۰۰۳ د دسمبر په ۱۳مه په یوه کور کې ونیول شو.

د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په دېرشمه، چې د لوی اختر ورځ وه، په بغداد کې په دار وځړول شو.

امریکا پر عراق له یرغله وروسته په دغه هیواد کې د ډله ییزې وژنې وسلې ونه موندلې.

2 COMMENTS

  1. هو داد امریکې او غربیانو لوی تاریخی خیانت او له انسانیت سره دښمني وه چې بی له کوم علته یې د عراق محکم رژيم یې رانسکور او د عراق له اولس سره ډیر‌چنګېزي کارونه وکړل ! ټولې نړۍ ورته کتل خو usa او انګلستان په ګډه لکه هروخت ، د عراق مظلوم اولس تبا او په ډيره بی عزتي یې جګړه ورسره وکړه !زما به دا چنګیزې عمل هیر نشی ! تاوان یې ټولې عربي نړۍ ته خو ګټه اسرائيلو ته ورسېده !

  2. محمد نادرشاه د محمد یوسف خان زوى او یحیی خان لمسې واقعآ چې، ډیر هوښیار سړي وو. نوش جان دی سي. د لویې پکتیا خلک یې استعمال کړل او د سقاو زوى یې پرې خلع صدري کړ. او د ده کورني ٤٠ کاله د تاج او تخت پر مسند کیناستل. عجیبه دا چې د شمالي خلکو دښمنې له پکتیاوالو سره تر اوسه په ټول زور او طاقت په خپل ځان ولاړه دئ. جهاني صاحب ، ته وریادول غواړم چې نادر شاه د سقاو زوى ته په قرآن کې لاسلیک وکړ چې، نه به اعدامېږي، او په قرآن کې له امضا سره یې د سقاو زوى اعدام کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب