نن د اپریل ۹ مه د افغانستان د یوه پخواني پاچا، اعلحضرت محمد نادر خان د زوکړې ورځ ده. محمدنادرشاه له نن څخه ۱۴۱ کاله پخوا د ۱۸۸۳ د اپریل په ۹ زېږېدلی – د ۱۹۳۳ د نوومبر په ۸ مه وژل شوی دی.
محمدنادر د محمدیوسف خان زوی او د یحیي خان لمسی دی. د ده پلار محمد یوسف خان د امیردوست محمدخان ورور او نیکه یې یحیي خان د امیریعقوب خان خسر و.
یحیي خان له یو شمېر نورو سردارانو سره، چې یعقوب خان ته نژدې وو، په ۱۸۸۱ کې لومړی د هند د پنجاب امرتسر ته او بیا دهرادون ته جلاوطنه کړای شو.
یحیي خان دوه زامن لرل چې یو سردار محمدیوسف خان او بل سردار محمد اصف خان نومېدل. یوسف خان درې ښځې لرلې او نادرخان د ده د لومړۍ مېرمنې زوی و.
نادرخان د خپل پلار د تبعید په موده کې د ۱۸۸۳ د اپریل په ۹ د هند په دهرادون کې وزېږېد. ده د خپل عمر لومړي ۱۸ کاله همالته په زده کړه تیر کړل. انګلیسي، هندي او فارسي ژبې یې زده کړې.
مورخان وايي یحیي خان به، چې د خپلو اولادونو او لمسیانو تربیې ته یې پام درلود، په اوونۍ کې دوه ځلې د کورنۍ ځوانان راټولول او هغوی ته به یې د افغانستان په اړه معلومات ورکول.
د یحیي خان د کورنۍ غړیو ته په ۱۹۰۱ کې عبدالرحمان خان اجازه ورکړه چې افغانستان ته بېرته ورشي. پاچا عبدالرحمان خان د دوی درناوی وکړ او په لومړیو کې یې د کابل علي مردان باغ وروسپاره. په دې موده کې یې له پاچا سره راشه درشه کوله. د همدې لیدنو کتنو په ترڅ کې عبدالرحمان خان، چې ډیر ځیرک و، د یحیي خان د دوو زامنو او لمسیانو په تیره بیا د محمدنادرخان ذکاوت ته پام شو.
پاچا عبدالرحمان خان یو ځل یحیي خان ته کړه:
«ستا لمسیان به په آینده کې ستر کارونه وکړي. زه د نادرجان (نادرخان) په ټنډه کې ذکاوت او هوښیاري وینم.»
د عبدالرحمان خان له مړینې وروسته د یحیي خان د کورنۍ او نوي پاچا حبیب الله خان کورنیو اړیکو دوام وکړ. خو کله چې حبیب الله خان د سردار یوسف خان له لور (د نادرخان خور) محبوب السطان سره واده وکړ، په دربار کې د یحیي خان کورنۍ نفوذ لا زیات شو. که څه هم حبیب الله خان ډیرې ښځې لرلې خو محبوب السلطان له نورو بېله وه. هغې زده کړې کړې وې، په خبرو او چلند کې یې ځانګړی مهارت درلود.
نادرخان په ۱۲۸۲ کې د پاچا د ګارد ډګروال شو او له حبیب الله خان سره هند ته په سفر کې ملګری شو. بیا د ګارد قوماندان شو او د جنرالي رتیه یې ترلاسه کړه.
په ۱۲۹۰ کې، چې نادرخان ۲۵ کلن و، د منګلو بلوا یې بې جګړې او وینې بهیدا د خبرو له لارې پای ته ورسوله. له دې بري وروسته نایب سالار شو. بیا یې د سردار اعلي لقب وګاټه او د جنوبي د خانانو او قومي مشرانو د زامنو لپاره یې ښوونځی جوړ کړ.
په ۱۹۱۸ کې د لغمان په کله ګوش کې د حبیب الله خان له وژل کېدو وروسته محمدنادرخان او وروڼه یې د لنډې مودې لپاره بندیان شول ځکه چې د حبیب الله خان د وژل کېدو په شپه نادرخان د هغه د خیمې ترڅنګ و.
ځینې مورخان، لکه میرغلام محمدغبار ګومان کوي چې حبیب الله خان به د امان الله خان او نادرخان ترمنځ په همږغۍ وژل شوی وي.
نادرخان د افغانستان د خپلواکۍ د جګړې په مهال تر ټولو د مهمې جبهې یعني جنوبي جبهې قوماندان و. نادرخان په خپله جبهه کې د نورو جبهو تر قوماندانانو بریالی و. ده نه یوازې انګریزان له ډیورنده پورې خوا ته وشړل بلکې ټل یې هم ونیوه. د ځینو تاریخي روایتونو له مخې، نادرخان اصرار کاوه چې پرمختګ ته باید دوام ورکړل شي او پېښور هم ونیسي خو امان الله خان ورسره موافقه ونه کړه او ویل یې چې باید لومړی اوسنی افغانستان په پښو ودریږي.
خو له دې سره سره په جبهه کې د نادرخان پرمختګ د پاچا (امان الله خان) له لوري وستایل شو او نوموړی یې د حربیې (دفاع) وزیر او د هغه ورور سردارمحمد هاشم خان یې په روسیه کې سفیر وټاکه.
د نادرخان دوو وروڼو شاه محمود او شاه ولي خان د پاچا اعلحضرت امان الله خان له خویندو سره ودونه وکړل خو پاچا له سردار هاشم خان سره د خپلې خور د واده مخالفت وکړ.
نادرخان د حربیه وزیر په توګه له خلکو سره ډیر ښه چلند کاوه. په داسې حال کې چې وزیر و، د تخار او بدخشان تنظیمه ريیس هم و.
مورخان د هماغه وخت د خلکو په قول وايي چې نادرخان له خلکو سره داسې چلند کاوه چې تر دې پخوا بل چا هغسي ښه سلوک نه کاوه. ده د پاچا ماما سردار محمداکبر خان، چې نایب الحکومه و، له یو شمېر رشوتخورو مامورینو سره له دندې لېرې کړ. د هغو کسانو په وړاندې یې، چې غلاوې یې کولې او د غلاوو او شوکو کیسې یې د خلکو په خولو کې وې، ځیږ چلند کاوه او اعدامول یې. طوره یو له هغو مشهورو غلو څخه و چې د نادرخان په امر اعدام شو. د طوره په اړه په شمال کې ځینې سندرې هم ویل شوي دي.
نادرخان د مالیو له درکه په خلکو د دولت پاتې پورونه وبخښل او د پور سندونه یې وسوزول. ده به د خلکو قیمتي سوغاتونه نه منل. کله چې به د ده کسانو خوراکي مواد او نور شیان رانیول، د هغو پیسې به یې خامخا ورکولې.
نادر خان د امان الله خان د حکومت له پرزېدو او د حبیب الله خان کلکاني، چې په سقاو مشهور و، له ۹ میاشتنۍ دورې وروسته واک ته ورسید.
د ډیرو په باور د نادرخان په کارنامو کې تر ټولو مهمه دا وه چې افغانستان یې د سقاوي دورې له شره خلاص کړ.
د ده د حکومت دوره ډیره لنډه وه. ده څلور کاله حکومت وکړ چې د هغه مهال په حساب خورا لنډ وخت ګڼل کېدای شي. خو ده په دې لنډه دوره کې ډیرو هغو اصلاحاتو ته دوام ورکړ چې اعلحضرت امان الله خان پیل کړي وو مګر هغه پروګرامونه یې تغییر کړل چې د امان الله خان په دوره کې یې حساسیتونه پارولي وو.
اعلحضرت نادرخان له واک ته رسیدو وروسته د خپل حکومت لس ماده يي تګلاره اعلان کړه.
- د اسلام او حنفي فقې له احکامو سره سم حکومت.
- پر رشوت او شرابو بندیز
- حربي چارو او عسکري ځواک ته په قومي او رضاکار ډول پاملرنه.
- له بهرنیو دولتونو سره اړیکو ته دوام او د اوسنیو اړیکو ټینګښت.
- د کورنیو چارو وزارت اړوندې چارې، د والیانو، لوی ولسوالیو او نایب الحکومه وو غوره کولو ته جدي پام.
- د پخوا په شان د مالیو او ګمرکي محصول اخیستل.
- د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې له نورو هیوادونو سره سوداګري اړیکو ته لېوالتیا، او په لنډ وخت کې د رېللارې جوړول.
- علم او تخنیک ته پاملرنه؛ خو د حصول تر ټولو ښه لاره یې د ملي شورا له جوړېدو سره تړلې ده.
- د ملي شورا تاسیس، د ملت د استازو انتخاب.
- د پاچا له لوري د صدراعظم ټاکنه.
که څه هم پر اعلحضرت نادر خان په دې انتقاد کېږي چې د امان الله خان د دورې له پلویانو سره یې بې ضرورته دښمني کړې، خو ده د اماني دورې د اکثره اصلاحي پروګرامونو د تطبیق هڅه کړې ده.
نادرخان چې د امان الله خان د پاچهۍ په مهال د ملایانو خطر درک کړی و، حنفي فقې، اسلامي شریعت او ملایانو ته توجه وکړه.
هغه کارونه چې د اعلحضرت نادر خان په دوره کې وشول:
جمیعت العما، ملي شورا، مشرانو جرګه، د عسکرۍ د اصلاح او ترقۍ جرګه، د تجارتي لانجو د حل ریاست، د سوداګري اسانتیاوو د ارمنځته کولو لپاره سهامي شرکت، دارلایتام، دارلمجانین، د هرات ادبي انجمن، د کابل ادبي انجمن، کابل مجله، کابل کالنۍ، د کندهار ادبي انجمن، د پښتو ژبې د کورسونو تاسیس، د بهرنیانو لپاره د فارسي ژبې کورس، د جرمني، فرانسوي او انګلیسي ژبو کورسونه، د طب پوهنځی، رفقي سناتوریم، په کابل او ولایتونو کې یو شمېر واټونه، د کابل او ولایتونو ترمنځ لارې، بندونه او کانالونه، په څو وزارتونو کې کلوپونه، د کاشفانو ټولنه، څو فابریکې، د کابل د بالاحصار بیا رغونه…
د اعلحضرت نادرخان بهرنۍ پالیسي
اعلحضرت نادرخان خپله بهرنۍ پالیسي په دې ډول اعلان کړه:
له بهرنیو دولتونو سره به د افغانستان اړیکې د امان الله خان د وخت په شان دوام لري.
خو عملاً د ده بهرنۍ پالیسي له بریتانیا سره د دښمنۍ په اړه بدله وه. نادرخان هماغه راز چې له شوروي اتحاد سره ښې اړیکې پاللې له بریتانیا سره هم اړیکې تاییدولې.
که څه هم امان الله خان له شوروي اتحاد سره د دوو متحدو هیوادونو په شان اړیکې نه لرلې او حتي څو ځلې د دوو خواوو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا رامنځته شوه.
ځینې مورخان وايي چې له نادرخان سره د بریتانیا اړیکې نسبتاً ښې وې او له همدې کبله بریتانیا د نادرخان د حکومت په لومړي کال افغانستان ته ۱۰ زره توپکونه، ۵ میلیونه کارتوس او همداراز یوسلو ۸۰ زره پونډه ورکړل. خو ځینې نور بیا وايي چې بریتانیا دا کار د دې لپاره وکړ چې افغانستان د شوروي اتحاد لمنې ته ونه لوېږي.
د نادرشاه د حکومت تر ټولو ستره بریا یو ځل بیا د امنیت او ثبات ټینګښت او د ترقۍ لور ته د لومړنیو ګامونو اخیستل بلل کېږي.
نادرخان، چې د امان الله خان د حکومت د چټکو اصلاحاتو خطر درک کړی و، په دې پوهیده چې څرنګه د ملایانو د پاریدو مخه ونیسي او کوم کارونه وکړي چې ملایان او ولس بیا د امان الله خان د دورې په شان د ده د حکومت پر ضد ونه پاریږي. ځینې نادرخان له همدې کبله غندي او د هغوی په باور نادرخان باید هغو اصلاحاتو ته چې امان الله خان یې له امله خپله پاچهي له لاسه ورکړه، په هماغه شدت دوام ورکړی وای.
محمدنادر خان د ۱۳۱۲ د عقرب یا لړم په ۱۶ مه د عبدالخالق په نوم د یوه زده کوونکي له لوري په ډزو ووژل شو.
داسی ښکاری چی د افغانستان ژئوپولټیکی حساس مؤقعیت زموږ د ټولنی پر ټولو اړخونو باندی توره پرده غوړولی وه او ده.دا چی د تیرو سلو کلونو په هکله یو شِفاف او روښان 《 مدون او منلی تاریخ نلرو هم د همدی حساس مؤقعیت محصول دی.
موږ پنځوس شپیته کلونه مخکی دوه ممتاز تاریخ لیکونکی درلوده ( البته نن ورځ هم د ګوتو په شمار د ویښ او سلیم وجدان درلوونکی تاریخ لیکونکی او تاریخی ژوندی تحلیلګران لرو چی اکثراً منصفانه تحلیلونه وړاندی کوی یا ئی وړاندی کړی دی که څه هم پخپلو منځو کی د نظر ژور اختلاف سره لری) خو د پام وړ تاریخ لیکونکی ( چی غالباً د مؤخذ او منبع رول هم لری ) همدا دوه اشخاص وه ( فقید محمد حسن کاکړ او فقید غلام محمد غُبار) .
د ترخه بخته، دا دواړه اشخاص د شمال او جنوب ( روس او انګریز ) د خپلمنځی رقابتونو قربانی وه.
غُبار په فکری لحاظ شوروی ته تمایل درلود او کاکړ انګریز ته تمایل درلود نتیجتاً طبیعی خبره ده چی د هغوی تاریخ لیکنی د امانت داری د ارزښت څخه بی برخی او اکثراً ئی د تاریخ د رښتینی تشریح پر ځای خپل سلیقوی – فکری تحلیلونه د ” تاریخ ” په لِعاب کی وړاندی کړیدی.
تر ټولو بد او خواشینوونکی حالت دا ؤ چی حاکمیت ( سلطنت ) هم د خپل وطن د ( حداقل ) څو لسیزو تاریخی واقعیات په رسمی توګه وولس او ملت ته نه وه په ډاګه کړی چی همدی خالیګاه ” غُبار ” غوندی اشخاصو ته دا موقع مساعده کړی وه چی د لوستی او روشنفکر قشر حِرص او تنده تر ډیره رفع کړی چی البته وروسته فقید کاکړ د غُبار د افکارو د خنثی کیدو په موخه د لندن او لندنی روحئی د تثبیت جواز هم تر سره کړ ( د همدی دوو تاریخ لیکونکو تقابل د افغانستان پر قومی – تباری – فرهنګی کیفیت باندی ژوره او احیاناً منفی اغیزه شیندلی ده ).
دا لویه پوښتنه وه او ده چی ولی فقط د څلورمی ټولګی د پښتو د مضمون د کتاب په وروستی مخ کی د ” نادر خان ” په هکله فقط یوه لنډه یادونه سوی وه او نور نو د معارف په نصاب کی د معاصر تاریخ په هکله یوه کلمه هم نه وه لیکلی سوی البته ورځپاڼی او مجلی او نور مطبوعات هم ګونګی او خاموش وه.
امّا
د نادر خان د شخصیت په هکله:
ما غوندی کسان خو نه تاریخ لیکونکی دی او نه چندانی تاریخ لوستونکی او نه تاریخ اوریدونکی خو د ” تعقل ” په رُڼا کی کولای سو یو نسبتاً منلی تحلیل وړاندی کړو.
د نورو لویو او سترو هیوادونو په غیږه کی د یو افغان کس زیږیدل او لوئیدل او درس ویل ممکن فکری – عقیدتی – وطنی – احساسی استقلال او خپلواکی ته زیان و نه رسوی او په پردی وطن کی یو زیږیدلی افغان کلونه کلونه وروسته د خپل ابائی وطن مادی او معنوی ادرس او هویت بیرته تر لاسه کړی خو د 《 لندن یا برتانوی هند 》په لمنه کی زیږ او ژوند او روزنه او ښوونه بل کیفیت لری او نا ممکنه ده چی یوه مخوره کورنی یا شخص د لندن د ګټو خوندی ساتلو له چوکاټ څخه د باندی حتی فکر وکړی عمل خو پریږده.
بناً
د شمال او جنوب د رقابت یو مهم شطرنجی حرکت همهغه وخت او همهغه ځای تر سره سو.
امان الله خان شمال ته ډیر متمایل ؤ نسبت جنوب ته او الترناتیو ( نادر خان) ئی برعکس روحیه درلوده.
ډیر احتمال لری چی د شرق په جنګی جبهه کی د نادر خان پرمختګ او فتوحات د لندن لخوا یوه مخکی جوړه سوی سناریو وه څو د نادر خان راتلونکی شخصیت ته یوه ځلا ور وبخښی چی همداسی هم وسوه ( دا به د سلیم عقل خلاف تصور وی چی مثلاً نادر خان په یو کاملاً انګریزی لوښی کی روزل سوی او لوی سوی وی او وروسته د انګریز د ګټو خلاف افکار او حرکات پلی کړی ) .
زه نه د مسکو طرفدار وم او نه د لندن طرفدار یم بلکه فقط د خپلی سوئی برابر یو تحلیل می وړاندی کړ البته د نننی مسکو د سیاستونو او دریځ سخت طرفدار یم او د مسکو سره ژوره دوستی او متقابل اعتماد د افغانستان د خلګو په ګټه ګڼم.
امّا بله تُروه خبره:
زموږ په وطن کی د دوو درو پیړیو ټول سیاسی رهبران په همدی وطن کی ښخ دی خو عام وولس هیڅ یوه ته اخلاص نلری او فقط پنځه شپږ اووه لسیزی مخکی د ځینو سیاسی څیرو آرامګاه د ډیپلواټیکی تشریفاتو د مراسمو محل ؤ او بس. د لوی احمد شاه بابا او میرویس نیکه آرامګاه هم لکه څنګه چی ښائیده یا ښائی د عوامو لپاره خاص محبوبیت او جذابیت نه درلود چی ددی بدرنګی پیښی مسئول هم د وخت حاکمان وه.
د نادر خان مقبره هم د ظاهرشاه په وخت کی یو ډیپلوماټیکی – تشریفاتی محل ؤ. د داوود خان د کودتاه په دوهمه ورځ ځینی چپی ځوانانو د مرنجان د تپی په مدخل کی لوئی لوئی ډبری کیښودلی څو د نادر خان قبر ته د تګ مخه ونیسی چی البته دا کړنه د نادر خان د زوم پر مزاج ښه و نه لګیده.
د څلویښتمی لسیزی په منځنیو کی د سعودی د وخت پاچا ملک فیصل کابل ته په رسمی سفر راغلی ؤ، په ډیپلوماټیکی پروتوکول کی د سوء تفاهم له وجی د شاه فیصل حامل موټر سیده د مرنجان تپی ته وخوت او د نادر خان د آرامګاه مخته ئی د موټر دروازه ور ته خلاصه کړه شاه فیصل پوښتنه وکړه چی څه چل دی په جواب کی ور ته وویل سوه چی لومړی د نادر پر قبر د ګُلو ګیډی ایږدو او وروسته شاهی ارګ ته ځو، شاه فیصل چی یو وهابی ؤ او د قبر مبر زیارت ئی حرام ګاڼه په خښمګینه لهجه وویل چی در کاټ که موټر ( مانا د نادر سره مو…….. ).
غلام حضرته خدای د د لوپر له سوټي ساته ! ستآ لیکنه هم لکه دنور په چا وېلو اوچا اورېدلو څرخیږي !!
له کاکړ صیب سره مي له نږدې خبرې کړې وې، ستا خبرې نشم منلی په هر صورت هر څوک نظر لري او خپل هدف !
یو مهم ټکی درته لیکم :
له اوله تر اخره قاعده او رواج دی چې یو باندېنۍسیاسي میلمه په امضا شوي پروتو کول سره لیدنې ، کتنې او حرکت کوي او هغه منلی مسیر تعقیبوي !
نو زه نه پوهیږم چې دا نارواجه درواغجنه پړ پړ ه دې له کوم متعصب پاړسیبان څخه غلا کړې ده !
اروښاد ملک فیصل رح افغانستان ته د ژوندیو افغانانو لیدو ته راغلي وو. هغه نه د قبرو لیدو ته راغلي وو او نه د مړو لیدو ته!
اللهم ثبتنا علی التوحيد و اتباع السنه النی الامین محمد ابن عبدالله صلی الله علیه وسلم. امین!