تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) چین ویلي چې افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې په خپلو اړیکو کې د موجودو ستونزو د حل لپاره به پر«یو هر اړخیز پلان» خبرې وکړي.
دوی د اورومچې د خبرو په پای کې د خبرو او سلا مشورو پر دوام ټینګار کړی دی.
دا هوکړه د چین په منځګړتوب د دواړو خواوو له اووه ورځنیو خبرو وروسته وشوه چې د سېشنبې په ورځ د چین په اورومچي ښار کې پای ته ورسېدې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې Mao Ning (ماو نینګ) د چهارشنبې په ورځ په بیجینګ کې خبریالانو ته دا خبره وکړه او ویې ویل:
«افغانستان او پاکستان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه مسلمان وروڼه او ګاونډیان دي.»
هغې زیاته کړه:
«درې واړه لوري په دې باور دي چې د نړیوالو او سیمهییزو بدلونونو په داسې وضعیت کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو ساتل د دواړو هېوادونو د خلکو او د جنوبي اسیا د سولې او ثبات لپاره ډېر مهم دي.»
د «اورومچي بهیر»
دا خبرې چې د «اورومچي بهیر» په نوم یادېږي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو سختو نښتو وروسته ترسره شوې.
کابل او اسلامآباد له کوچني اختر څخه مخکې، د مارچ په ۱۸مه، د ترکیې، سعودي عربستان او قطر په غوښتنه د یوې اوونۍ اوربند منلی و.
په دې نښتو کې د دواړو غاړو په سلګونو کسان، چې ملکي وګړي، سرتېري او وسلوال پکې شامل وو، وژل شوي دي.
د خبرو اهمیت
ماو نینګ وویل: «درې واړو لورو ټینګار وکړ چې خبرې او مشورې د پېچلو نړیوالو شخړو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.»
هغې دا هم وویل چې د بیجینګ، کابل او اسلامآباد استازو هوکړه کړې چې د ستونزو د حل لپاره به پر یو هر اړخیز پلان بحث وکړي او «اصلي او لومړني موضوعات» یې مشخص کړي دي.
ماو نینګ زیاته کړه چې چین ټینګار کړی:
«ترهګري هغه اصلي موضوع ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې اغېزمنوي.»
دا پرمختګ ښيي چې سیمهییز هېوادونه هڅه کوي د خبرو له لارې د اوږدمهاله شخړو حل ومومي، خو د بریا لپاره به د دواړو لورو جدي همکاري او اعتماد ډېر مهم وي.