Homeخبرونهد راشد خان د ښې لوبې له کبله ګوجرات لوبډله بریالۍ شوه

د راشد خان د ښې لوبې له کبله ګوجرات لوبډله بریالۍ شوه

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د راشد خان له خورا ښه توپ اچونې سره سره ګوجرات ټیټانز لوبډلې له پر له پسې ماتو وروسته په لومړي ځل یوه سیالي په خورا مشکل وګټله.

د چهارشنبې په ورځ ګوجرات ټیټانز لوبډله، چې راشد خان پکې لوبېږي، له ډیلي کپیټلز سره مخامخ شوه. ګوجرات د ۴ لوبغاړو د بایللو او د ۲۰ اورونو په پای کې ۲۱۰ منډې وکړې. تر ټولو ډېرې منډې د دې لوبډلې کیپتان ګیل وکړې. ده په ۴۵ توپونو ۷۰ منډې وکړې.

په توپ وهنه کې راشد خان د ډیلي کپیټلز ۳ مهم لومړني لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۷ منډې ورکړې.

په داسي حال کې چې د ډیلي کپیټلز ۶ لوبغاړي سوځېدلي وو او د توپونو او منډو ترمنځ توپیر یې خورا ډېر و، د ډیلي کپیټلز ډیویډ میلر خپلې لوبډلې ته د توقع خلاف ښه لوبه وکړه. په ۲۰ توپونو یې هدف ته ځان نژدې کړ او ۲۰ منډې وکړې. په دې توګه ګوجرات ټایټانز له دوو پر له پسې ماتو وروسته لومړی بری په یوه منډه خپل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...