Homeخبرونهد کابل ـ جلال اباد لویه لار د هر ډول تګ راتګ...

د کابل ـ جلال اباد لویه لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند تازه په خپله اېکس پاڼه د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

محمد اشرف حق شناس ویلي چې،دغه لار د تېرې جمعې ورځې راهیسې د باران، سیلابونو او له غره څخه د تېږو د لوېدو له امله د تنګي غارو په سیمه کې تړل شوې وه.

حق شناس زیاته کړه چې، د دوی د شپې او ورځو هڅو په پایله کې دغه لار اوس د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.

نوموړي له موټرچلوونکو غوښتنه کړې چې، پر دې لاره د تګ پرمهال له احتياط څخه کار واخلي څو په خوندي ډول خپل هدف ته ورسېږي.

د کابل ـ جلال اباد لویه لار وخت نا وخته د سختو ورښتونو او سېلابونو او له غره څخه د تېږو د ښویېدو له امله تړل کېږي چې، مسافر یې له امله سختو ستونزو سره مخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...