تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د امریکا د ولسمشر مرستیال (جېډي ونس) د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تړون «نازک» بللی دی.
هغه ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره «بېصبره» دی او خپل مرکچي ټیم ته یې لارښوونه کړې چې له ایرانیانو سره په «ښه نیت» خبرې وکړي.
جېډي ونس چې د چهارشنبې په ورځ (۱۹ حمل) د هنګري د سفر پر مهال خبرې کولې، وویل که ایران رښتینې او صادقانه خبرې وکړي، نو هوکړه ممکنه ده. خو هغه خبرداری ورکړ چې که څه هم د ایران د حکومت ځینې برخې په رغنده ډول خبرو ته داخلېږي، خو ځینې نورې برخې داسې نه دي.
ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دا اوربند «نازک» یا ماتېدونکی دی.
ونس وویل:
«د امریکا ولسمشر ما او د مذاکرې ټول ټیم ته، د بهرنیو چارو وزیر او ځانګړي استازي سټیف وټکاف ته ویلي چې لاړ شئ او په ښه نیت کار وکړئ څو یوې هوکړې ته ورسېږئ.»
هغه زیاته کړه:
«ولسمشر بېصبره دی، د پرمختګ لپاره بېصبره دی. موږ ته یې ویلي چې په ښه نیت خبرې وکړو. که هغوی هم همداسې وکړي، موږ کولای شو یوې هوکړې ته ورسېږو. خو دا یو لوی ‘که’ دی، او وروستۍ پرېکړه په ایرانیانو پورې اړه لري.»
امریکا او ایران د چهارشنبې په سهار د پاکستان په منځګړیتو له دوه اوونیز اوربند سره موافقه وکړه.
دغه اوربند کولی شي هغه شپږ اوونیزه جګړه ودروي چې زرګونه کسان پکې وژل شوي، په ټوله منځني ختیځ کې خپره شوې او د نړۍ د انرژۍ په عرضه کې یې بېسارې ګډوډي رامنځته کړې ده.
ډونالډ ټرمپ دا هوکړه د سېشنبې په ورځ، یوازې دوه ساعته مخکې له هغه ضربالاجل څخه اعلان کړه چې ایران ته یې ټاکلی و څو د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.
ټرمپ ویلي چې امریکا «خپل ټول پوځي هدفونه ترلاسه کړي او حتی تر هغو هم اوښتې دي» او اوس د اوږدمهالې سولې ته شرایط برابر شوي دي.
هغه دا هم ویلي چې له ایران څخه یې د «۱۰ مادو وړاندیز» ترلاسه کړی چې د مذاکراتو لپاره عملي بنسټ کېدای شي، او د دواړو لورو ترمنځ «تقریباً پر ټولو اختلافاتو» هوکړه شوې ده.
په پای کې، ټرمپ دا پرمختګ د منځني ختیځ د یوې اوږده کړکېچ د حل او د سولې پر لور یو مهم ګام وباله.