تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۹مه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ایران لخوا پر دغه هېواد د توغندیو او ډرون بریدونو له امله د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه کړې ده.
یاد هېواد نن چهارشنبه ویلي چې، د زیانونو ارزونه به د اړوندو ادارو لخوا ترسره شي او پایلې به یې ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته راپور شي.
قطر ویلي چې، دوی په دې میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د بحرین دایمي استازي او د امنیت شورا دوره ای ولسمشر جمال فارس الروايي ته د ایران لخوا د دوی په خاوره کې د بریدونو په اړه د وروستیو بدلونونو په اړه دوه لیکونه هم لېږلي دي.
قطر دغه راز ویلي چې، د دوی لیک د قطر د دفاع وزارت هغه اعلان ته اشاره کوي چې هېواد یې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل کې د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د ډرون او توغندیو بریدونو لخوا په نښه شوی و.
ټاکل شوې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د دوهاوونیز اوربند مذاکرات راتلونکې جمعه په پاکستان کې پیل شي.
او زموږ يې په یوه شپه څلور پنځه سوه انسانان او په خیرات جوړ شوی روغتون لولپه کړل، خو چيغي مو هيچا هم وانه ورېدې.
پر بهرنيو نمایندګيو مو ک و س فروشانو بګرامزاده ګانو سومبۍ لګولي او په کور کې مو د تشنومي ملت پرستوني توره ببره پنجابۍخپسکه ناسته ده