Home+د مګنیزیم کموالی کومه دماغي ناروغي زیاتوي؟

د مګنیزیم کموالی کومه دماغي ناروغي زیاتوي؟

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) مګنیزیم یو ډېر مهم معدني عنصر دی چې په بدن کې له ۳۰۰ څخه په زیاتو کیمیاوي بهیرونو کې برخه اخلي. مګنیزیم د انرژۍ په تولید، د عضلو او اعصابو په سم فعالیت، د وینې د فشار په کنټرول، د هډوکو په پیاوړتیا او د DNA او RNA په جوړېدو کې مهم رول لري.

 نړۍ کې ډېر خلک د مګنیزیم د کموالي ستونزه لري.

طبي متخصصان وایي چې په بدن کې د مګنیزیم کموالی کولی شي پر ذهني روغتیا منفي اغېز وکړي او د ډیمنشیا (د حافظې کمزوري او د ذهني وړتیاوو د کمېدو) خطر زیات کړي.

د مګنیزیم د کمښت لاملونه

د مګنیزیم کموالی د ناسالمو خوړو، د کولمو ناروغیو، شکر (ذیابیطس)، د ځینو درملو کارولو او د الکولو د ډېر استعمال له امله رامنځته کېدای شي.

د مګنیزیم د کمښت نښې

د مګنیزیم کمښت کولی شي د عضلو تشنج، کمزوري، ستړیا، زړه بدوالی، د زړه د ضربان بې‌نظمي، د مزاج بدلون، د اشتها کموالی او د هډوکو کمزوري رامنځته کړي.

مګنیزیم او ذهني روغتیا

متخصصان وایي چې مګنیزیم د دماغي حجرو ساتنه کوي، د دماغ التهاب کموي او د عصبي سیستم په ښه فعالیت کې مرسته کوي.

د مګنیزیم کمښت په دماغ کې التهاب او اکسیدېټیف فشار زیاتوي، چې دا له الزایمر او نورو ذهني ناروغیو سره تړاو لري.

د ګڼو څېړنیزو راپورونو له مخې، په هغو کسانو کې، چې د مګنیزیم کچه یې ټیټه وي، د حافظې د کمزورۍ او د ډیمنشیا د نښو د رامنځته کېدو احتمال ډېر وي.

د ذهني روغتیا لپاره د مګنیزیم ګټې

مګنیزیم د دماغي حجرو له زیان څخه ساتنه کوي، د دماغ التهاب کموي او دماغ ته د وینې او اکسیجن رسونه ښه کوي.

د مګنیزیم د کمښت د مخنیوي لارې

د روغتیا متخصصان سپارښتنه کوي چې د مګنیزیم د مناسبې کچې د ساتلو لپاره باید شنې پاڼې لرونکې سبزیانې، مغز لرونکي مېوې، تخمونه، لوبیا، غلې دانې او تور چاکلېټ وخوړل شي.

د ډاکټر په سلا د مګنیزیم سپلېمنټونه هم کارول کېدای شي. له پروسس شوو خوړو ډډه کول او کافي اوبه څښل هم د ذهني روغتیا په ښه والي کې مهم رول لري.

د ښځو د روغتیا لپاره د مګنیزیم ځانګړې ګټې

متخصصان وایي چې د مګنیزیم مناسبه اندازه نه یوازې د عمومي روغتیا لپاره ضروري ده، بلکې د عمر له زیاتېدو سره د ذهني روغتیا په ښه ساتلو او د ډیمنشیا د خطر په کمولو کې هم مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...