Homeخبرونهد ټرمپ له لوري د اوربند تر اعلان وروسته، بازارونو کې د...

د ټرمپ له لوري د اوربند تر اعلان وروسته، بازارونو کې د تیلو بیې په ټيټېدو دي

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۹مه) د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوه اونیو مشروط اوربند له اعلان وروسته په تېرو څو ساعتونو کې د تیلو بیې د پام وړ کمې شوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې په بازارونو کې لا هم د تیلو بیې د کمېدو په حال کې دي.

اوسمهال د یو بېرل خامو تېلو، بيه شاوخوا ۱۳ سلنه راټيټه شوې او شاوخوا ۹۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د خامو تېلو بيه هم شاوخوا ۱۴ سلنه ټيټه شوې. د سې شنبې په ورځ د یو بېرل خامو تېلو بيه شاوخوا ۱۰۰ ډالره وه.

د ایران او امریکا ترمنځ د دوو اونیو اوربند له پرېکړې ګڼو هېوادونو هرکلی کړی دی.

دغه اوربند وروسته له هغې وشو کله چې، ټرمپ پرون سه شنبه ایران ته ګواښ وکړ چې ګواکې په بشپړ ډول به یې ونړوي خو ایران یې پر وړاندې مقاومت وښوده.

د ایران او امریکا له دوه اوونیز اوربند وروسته ټرمپ وايي، له هرمز څخه د بیړیو په تګ راتګ کې مرسته کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...