تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) وروسته له دې چې امریکا او ایران پر دوه اوونیز اوربند منوافقه وکړه ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې هېواد یې به په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره مرسته وکړي.
ټرمپ د چهارشنبې په سهار (۱۹ حمل) په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې لیکلي چې دا «د نړیوالې سولې لپاره لویه ورځ» ده. هغه زیاته کړې:
«ایران غواړي دا کار وشي، هغوی کافي ستړي شوي دي، نور هم همداسې دي.»
هغه ویلي چې امریکا به په هرمز تنګي کې د کښتیو د ډېرې ګڼې ګوڼې (ټرافیک) د تنظیم لپاره مرسته وکړي او «ډېر مثبت ګامونه به واخیستل شي».
نوموړي دا هم وویل چې ډېرې پیسې به ترلاسه شي او ایران کولی شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي.
ټرمپ ټینګار کړی چې امریکا به بېلابېل لوژستیکي ملاتړ برابر کړي او په سیمه کې به حضور ولري، څو ډاډ ترلاسه شي چې وضعیت په سمه توګه پر مخ ځي.
د امریکا او ایران ترمنځ اوربند دوه ساعته مخکې تر دې چې د ټرمپ له خوا ایران ته ټاکل شوی ضربالاجل پای ته ورسېږي وشو.
بل لور ته، ایراني چارواکو هم اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو خوندي تګ راتګ بیا پیل کېږي، خو تر اوسه یې بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي.
دا مهمه نړیواله لاره چې د تېلو او مایع ګاز د لېږد لپاره حیاتي ده، د جګړې پر مهال د ایران له خوا په عملي ډول تړل شوې وه، چې له امله یې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې.
اوس، د جګړې موقتي درېدا او د تنګي بیا پرانیستل کولی شي د منځني ختیځ صادرونکو ته اجازه ورکړي چې هغه لوی مقدار تېل نړیوالو بازارونو ته واستوي، چې د تاوتریخوالي له پیل راهیسې په سیمه کې بند پاتې وو.
د تحلیلي شرکت Kpler د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۳۰ میلیون بېرله اومه تېل او ۴۶ میلیون بېرله نور نفتي توکي په کابو ۲۰۰ تېل وړونکو بیړیو کې د لېږد په تمه دي.