Homeخبرونهد پاکستان د بې هدفه بریدونو له کبله ۹۴ زره افغانان په...

د پاکستان د بې هدفه بریدونو له کبله ۹۴ زره افغانان په نورستان او کونړ کې بې ځایه شوي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د ملګروملتو د بشري چارو د همږعۍ دفتر اعلان کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله نژدې ۹۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

د دې ادارې په وینا د پاکستان د بریدونو د دوام له کبله د نورستان په ولسوالیو کې تر ۱۰۰ زره ډېر خلک له فبرورۍ راهیسې له بشري مرستو بې‌برخې شوي دي.

بې‌ځایه شوي خلک وایي چې د پاکستان د درنو وسلو د مرمیو د ورېدو ترڅنګ د دوامدارو بارانونو له امله یې ژوند ډېر سخت شوی او ماشومان یې په یخو شپو کې په خیمو کې خوب نه شي کولی.

حبیب نور، چې په نورستان کې یو بې‌ځایه شوی کس دی، وایي: «د باران او سړې هوا له امله نه موږ او نه هم زموږ ماشومان خوب کولی شو. اوبه زموږ خیمو ته ننوځي او له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یوو.»

بل بې‌ځایه شوی، صدیق الله وایي: «موږ د جګړې له امله بې‌ځایه شوي یوو. دلته اوسېږو او زموږ کورونه ویجاړ شوي دي.»

بې‌ځایه شوي کسان چې اوس د ځايي چارواکو له خوا خوندي سیمو ته لېږدول کېږي، وایي نور نه شي کولی خپلو اصلي کورونو ته ستانه شي، ځکه کورونه یې ویجاړ شوي او د پاکستاني پوځ له لوري لا هم مرمۍ پرې ورول کېږي.

په همدې حال کې، د کونړ ځايي چارواکو وايي چې د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو له امله، خوندي سیمو ته د دغو بې‌ځایه شویو کسانو د لېږد بهیر پیل شوی، څو د سېلونو له خطره وساتل شي.

د کونړ د پولیسو ویاند فریدالله دهقان ویلي: «هغه کسان چې د پاکستاني ځواکونو د بې‌هدفه او ړندو مرمیو له امله بې‌ځایه شوي او د سیندونو پر غاړو مېشت شوي وو، د سختو بارانونو او سېلونو له ګواښ سره مخامخ وو. د کونړ پولیسو هغوی د رینجر موټرو په وسیله خوندي سیمو ته انتقال کړل.»

د بې‌ځایه شویو تر څنګ، وروستیو سېلابونو هم په افغانستان کې ۱۲۰۱ تنه مړه کړي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...