تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۹مه) راتلونکې اوونۍ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق ملي کمپاین پيلېږي.
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ نن چهارشنبه په یوه پیغام کې ویلي چې دا کمپاین به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي.
یاد بنسټ له خلکو غوښتي چې د پولیو د لهمنځه وړو لپاره له دې پروګرام سره بشپړه همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.
بل لورته د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې اعلان کړی و چې تېرکال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې یوه په بادغیس او بله په هلمند ولایتونو کې موجودې وې.
پولیو یوه ساري او خطرناکه ناروغي ده چې زیاتره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي او د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی.