Homeخبرونهننګرهار:تېره شپه د چت غورځېدو پېښه کې ۷ کسان مړه شوي

ننګرهار:تېره شپه د چت غورځېدو پېښه کې ۷ کسان مړه شوي

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۹مه) ننګرهار کې د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره د ورښتونو له امله د چت غورځېدو پېښې مرګ ژوبله اړولې.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولان وایي چې، تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ «کمې ترمۍ» سیمه کې د سختو ورښتونو له امله د عزیزالله په نوم د یوه کس د کوټې چت غورځېدلی دی.

د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي رسنیو ته ویلي چې، په دې پېښه کې  ۷ تنو ژوند بایللی چې، په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې،په تېرو دوو ورځو کې ننګرهار کې د ورته پېښو له امله ۱۶ کسانو ژوند بایللی او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د مالوماتو له مخې په ټوله کې د تېرو دریو ورځو پرمهال ننګرهار کې د کورونو د غورځېدو پېښو کې ۲۳ کسانو ژوند بایللی او ۸ نور ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...