Homeخبرونهحماد: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو له امله ۱۵ کسان مړه...

حماد: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو له امله ۱۵ کسان مړه او ۱۷ ژوبل دي

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې چمتووالې ادارې مسوولانو ویلي چې، په ټول هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلونو له امله  په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د ورښتونو، سېلابونو، غرښوېدنې او د کورونو نړېدو له امله ۱۵ کسان مړه شوي، ۱۸ ټپيان شوي او یو تن لا هم نادرکه دی.

د هغه په خبره، روانه اونۍ هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې بیا د سالنګ لویه لار چې د واروې له امله تړل شوې وه اوس د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې، هڅه کوي د بار وړونکو موټرو پرمخ هم دغه لاره ژر پرانیزي.

ننګرهار:تېره شپه د چت غورځېدو پېښه کې ۷ کسان مړه شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...