Homeخبرونهتازه خبر: کابل او اسلام اباد روان کړکیچ ته د هر اړخیز...

تازه خبر: کابل او اسلام اباد روان کړکیچ ته د هر اړخیز حل په موندلو هوکړه کړې

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۹مه) رویټرز خبري اژانس د چین بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې افغانستان او پاکستان د چین په ارومچي کې د سولې خبرو پر مهال هوکړه کړې چې د تېر اکتوبر له شخړې وروسته د رامنځته شوي کړکېچ لپاره هر اړخیز حل ولټوي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د دغه وزارت ویاندې، ماونینګ په خبري کنفرانس کې دغه خبرې کړې دي.

سرچینې ویلي چې، دواړو هېوادونو په چین کې د ترسره شویو غونډو پر مهال دا هم منلې چې داسې اقدامات به نه کوي چې وضعیت لا پسې ترینګلی یا پېچلی کړي.

ماونینګ زیاته کړه چې، چین به له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې دوامداره ساتي او د خبرو لپاره به یو چوکاټ برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د حل په موخه د چین په منځګړتوب له تېرو درېیو ورځو راهیسې په چین کې خبرې روانې دي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم منلې ده چې، د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې مثبتې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد، د هغه د کورنۍ له غړو څخه...