تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۳ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه وغندل.
هغه وویل چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر بېګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
خلیلزاد په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې ناسمې حکومتدارۍ، د لږکیو په حقونو کې لاسوهنې، په انتخاباتي بهیر لاس وهنې او پرلهپسې پوځي کودتاوو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د روان وضعیت اصلي ریښې همدلته پرتې دي.
هغه دا وضعیت د پاکستان او د هغه د ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه تراژیدي وبلله او د پاکستان له مشرانو یې وغوښتل چې خپلې تګلارې له سره وارزوي او خپله لاره بدله کړي.
د پاکستان له لوري په بمباري شویو سیمو کې شاهدان وايي چې لسګونه بېګناه ماشومان، ښځې او نارینه وژل شوي دي خو د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري «جیو نیوز» ته وویل چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ وسلهوال وژل شوي، خو هغه د دې ادعا لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړل او نه یې په دې اړه څه وویل چې څرنګه ده ته څرګنده شوه چې په یوه بل هیواد کې د شپې په بمبارۍ کې دقیقاً ۷۰ تنه او هغه هم د پاکستان د حکومت وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
هو !
دخواشینی ځای دی چې دپاکستان فوځ په رڼا ورځ بې ګناه ماشومان، ښځې او لویان بمباری کوی او داسلامی امارت مسؤلین ورته ګوری حتی راپور یې نشی تعقیبولی . اوس پوښتنه داده چې دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت اصلی موقف یوازې دیوه عادی خبریال باندې تکیه لری!
نو دکرزی ، زلمی خلیل زاد، اتمر ، ضعیف اوقوی ملا ګواښ یوه نمایشی بڼه لری نه ملی. ولسولی اوحکومتولی دواړه عمق نه لری. افغان ولس دغه کمبود احساس کړی چې بار له سره کوږ دی.