تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۳ مه) د پاکستان حکومت ادعا وکړه چې د یکشنبې په سهار یې د افغانستان پولې ته نژدې په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر ادعا وکړه چې دا بریدونه پر هغو ځایونو شوي چې د پاکستاني وسلهوالو پټنځایونه وو.
دا په داسي حال کې ده چې په بمباري شویو سیمو کې شاهدان وايي، د پاکستان په بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي افغانان وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري «جیو نیوز» ته وویل چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ وسلهوال وژل شوي، خو هغه د دې ادعا لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړل او نه یې په دې اړه څه وویل چې څرنګه ده ته څرګنده شوه چې په یوه بل هیواد کې د شپې په بمبارۍ کې دقیقاً ۷۰ تنه او هغه هم د پاکستان د حکومت وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
وروسته د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړ چې په دغو بریدونو کې د وژل شویو وسلهوالو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار او پکتیکا کې «بېلابېلې ملکي سیمې» په نښه شوې دي، چې پکې یوه دیني مدرسه او د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم شامل دي. دغه وزارت دا بریدونه د افغانستان د هوايي حریم او ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
تر دې وړاندې د افغان حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په اېکسپاڼه (X) کې لیکلي و چې په دغو بریدونو کې «لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.»
په ننګرهار کې د افغاني سره میاشت ټولنې ولایتي مشر مولوي فضلالرحمن فیاض وویل چې ۱۸ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د کنډوالو پاکول او د وژل شویو ښخول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د پاکستاني بریدونو په اړه یې د احتجاجلیک ورسپارلی دی. وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د خاورې ساتنه د اسلامي امارت «شرعي مسوولیت» دی او خبرداری یې ورکړی چې د دغسې بریدونو د پایلو مسوولیت به د پاکستان پر غاړه وي.
د یکشنبې په سهار د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې خلک لیدل کېدل چې له هوايي بریدونو وروسته یې کنډوالې پاکولې، او د وژل شویو کسانو د جنازو لپاره چمتووالی نیول کېده. حبیبالله، چې د سیمې یو قومي مشر دی، وویل چې په بریدونو کې وژل شوي کسان وسلهوال نه وو. هغه اسوشیټېډ پرېس ته وویل:
«هغوی بېوزله خلک وو چې ډېر یې کړېدلي دي. وژل شوي کسان نه طالبان وو، نه پوځي کسان، او نه هم د پخواني حکومت غړي. هغوی د کلي ساده ژوند درلود.»
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په اېکس کې لیکلي چې پوځ د «استخباراتي معلوماتو پر بنسټ محدود عملیات» ترسره کړي او د پاکستاني طالبانو (TTP) او د هغوی د ملګرو اووه کمپونه یې په نښه کړي دي. هغه زیاته کړه چې د داعش یوه څانګه هم په نخښه شوې ده.
زه فکر کوم چي پاکستان خپل ځان ته بلا اخستي دی دپاکستان یوڅودګوپه شمار فاسدجنرالان فکرکوي چي دوی به په دغه ډول کارون اودبیګناه خلګوپه وژلوپرخپلو غلاو اوبیکفایتیوپرده واچوي خوبیخبره ددي چي ځانونه نورهم رسواکوي اوخپل ځانونوته قبرونه کیني،زه اطمنان لرم او لیري هم نده چي یوه ورځ به ددي هیوادټوله خلګ چي کلونه ئی ددغه ظالموترمحاصري لاندي ژوندکړي سره راغونډاوددوي مخ ته به ودریږی . هغه ورځ به بیا نه دده توپ اونه دده اټم کاروکړي په تیره کي خودهندوستان سره په جنګ کي هغه شرمناکه حادثه ورپیښه سوه چي تراوسه دخلګو نده هیره داڅل به عیني واقعه په خپل ملک کي ورته پیښه وي .ځکه پوڅ چي هرځومره غښتلی وي خوچي ملت ئی ښاته ولاړنه وي هیځ هم نسي کولای موږپه تیردډیورینډ پرکرښه ولیدل چي دافغانستان داټلانوپه غاړه کي خلګوګلان وراچول اوداوبویخ بوتلان ئی ورته نیولي وه اوبلي خواته ما دیوچاځخه واوریدله چي دچمن په علاقه کي یوزخمي عسکردیوه کوردروازه وټکول چي اوبه راکړه هغودروازه ورته بنده کړه اوحتی اوبه ئی هم ورنکړي . ځکه خلګ عسکراوپولیس دځانوساتونکي نه بلکي دځانو دښمنان بولي لکه دي چي.