مازدیګر د ډېرو کسانو د قدم وهلو وخت دی. دغه مهال سیوري اوږده شي، تودوخه کمه شي او زېړې پلوشې فضا رنګینه کړي. د چکر او مازدیګر د رابطې لا لویه وجه دا ده چې ورځني کارونه پای ته رسېدلي وي او څرنګه چې شپه په مخ کې وي نو بله کاري ورځ له ځانه لرې احساسوو. په دري کې متل دی، وایي، شب در میان است، خدا مهربان است. زموږ د وطن په اکثرو سیمو کې چې د تودو ورځو کمی نشته، سحر وختي هوا ښه پاکه او لا ملایمه وي خو د سحر خوب خوږ دی او بل د کار پېلېدل نژدې وي نو د مازدیګر ډاډ پکې نه مومو.
مازدیګر کوډګر دی. مازدیګر د ټپو د وطن دی او د اساطیرو په ځنګل کې یې ځاله کړې ده:
مازدیګری دی ښېرې مه کړه
ته به د ناز ښېرې کوې رشتیا به شینه
مازدیګر چې د رڼا او تیارې، یا په بله ژبه د ژوند او مړینې د قوتونو تر منځ واقع دی، دا خطر پکې شته چې د تیارو دېوان او خبیثه ارواګانې ښېرې واوري او د عمل جامه ورواغوندي.
د غزلبڼ په دې بیت کې:
راغلم جهان ځای د اوسېدو نه و
کډه په زېړي مازدیګر بېرته وړم
یوازې رواج ته اشاره نه ده چې مازدیګر صرف مجبور کسان کډه باروي، بلکې د مرګ او ژوند تر منځ د مازدیګر سرحدي نقش ته هم اشاره ده. له دې دنیا به د ژوند په مازدیګر کې د وتلو بندوبست کوو.
مازدیګر چې په غروب پای ته رسېږي، د فرصت د کموالي تصور راکوي او دې ته مو وربولي چې د دنیا غمونه وڅنډو، وګرځو، قدم ووهو او سترګې خوږې کړو.
زمان د ټولو ژوندي سارو شریک نعمت دی. سحر او غرمه او ماښام د هر چا وي خو په مکانونو کې خاص و عام شته. د هر چا کور د هغه خپل دی، کوڅه شریکه ده، کابل پوهنتون ته یوازې د پوهنتون کسان او محصلان بې پوښتنې ورتلای شي او ګلبهار سنټر ته هر څوک ورځي، خو شتمن پکې تر غریبو زړه ور ګرځي. ټول مکانونه عمومي نه دي. ځینې خصوصي، ځينې نیم عمومي او ځینې پوره عمومي دي. له پوره عمومي منظور هغه ځایونه دي چې مشر او کشر، ځوان او بوډا، شتمن او غریب، نر او ښځه، ملا او امي ټول ورنه ازاده او زړه وره استفاده کولای شي، لکه اکثره پارکونه چې بې ټکټه او بې اجازې ورتلای شو. په پارک کې سړی پوه دی چې د ده نه دی خو چون د بل هیچا هم نه دی، نو بل څوک د ده مزاحم کېږي نه، او دغه څو شېبې چې پارک د ده په خدمت کې دی، دی له سترګو کچکول جوړولای، دیدنونه ټولولای شي. (وخت د مازدیګر دی، دیدنونه ټولومه.) البته، ډېر ځله په پارک کې ناست یوو، سترګې غړوو، خو په حقیقت کې څه نه وینو، له ځان سره بوخت یوو. پارک موږ ته له ځان سره د خلوت فرصت راکوي، ځکه معمولا د نااشنا کسانو په منځ کې یوو او څوک راباندې غرض نه لري. په نورو اکثرو ځایونو کې، د کور په شمول، دا امکان شته چې د کار اواز راباندې وشي: نجیبې، پاڅه چای دم کړه! خاطرې، بېګني لوښي لا ناولي پاته دي! سړیه، په کور کې نه بوره شته، نه غوړي! خو په پارک کې ځان د ورځني ژوند له چارو ازاد احساسوو، نو دا امکان ډېر دی چې د ذهن لپاره پناه ځای شي.
د ښار د منځ لویې لارې هم د پارکونو غوندې د خلکو شریک او عمومي ځایونه دي، خو معمولا یې په زړه پورې نه احساسوو، تفریح پکې نه کېږي او یوازې بل ځای ته د رسېدو استفاده ورنه کوو. هغه عمومي ځایونه چې په زړه پورې وي، د ښار په ښکلا کې، د ښاریانو د جسمي او روحي صحت په ښه کېدو کې، د ښاریانو د پیوستون په ډېرېدو کې، له ښار سره د اوسېدونکو د مینې په زیاتېدو کې او د ښار د خاصې معنا او اروا په زېږېدو کې ډېره لویه برخه لري.
پارکونه د اوسني تمدن د ښارونو پیداوار دي. پخوا به معمولا د ښار په خوا کې ځینې شخصي باغونه وو چې خلکو یا ځینو خلکو به پکې د سیل او مېلې کولو اجازه موندله، مثلا په اولسمه میلادي پېړۍ کې باغ علیمردان، په اتلسمه پېړۍ کې باغ قاضي او په نولسمه پېړۍ کې باغ لطیف د کابل د همداسې مېله ځایونو نومونه وو.
د ۱۲۵۷ لمریز هجري کال د اوړي په هغه ورځ چې د تزاري روسیې سفیر کابل ته راته او د افغان- انګلیس د بدمرغې جګړې پیلېدو ته لا څو میاشتې پاته وې، د اسمایي غره په لمن کې خلکو تفریح کوله. محمود طرزي هم له خپل پلار او د هغه له ملګرو سره په دې مېله ځای کې و. طرزي په خپلو خاطراتو کې لیکي چې دوی د جوی شیر په غاړه د بېدو او توتانو سیوري ته ټغر غوړولی و، توت او شیرچای مهیا وو. له شاوخوا د رباب او سندرو اوازونه راتلل، د کبابو، کبانو، وچې مېوې، فالودې او جلبیو موقت دوکانونه لګېدلي وو.
پارکونه د پخوانو مېله ځایونو برعکس، طبیعي نه دي، د انسان په لاس جوړ شوي دي او ملکیت یې معمولا شخصي نه وي. په اوسنو پارکونو کې ګلونه، چمنونه، ونې، د اوبو فوارې، چوکۍ او د ماشومانو د لوبو وسایل نسبتا زیات وینو. په تبنګ یا لاسي کراچیو کې راوړل شوي شورنخود او اېشولي کچالو زموږ د پارکونو مشهور خواړه دي.
زموږ په ښارونو کې پارکونه ډېر کم دي او لا بده دا چې شته پارکونه مو وار په وار کوچیني کړي او ختم کړي دي. زرنګار د شاهي دورې مهم پارک و خو اوس یې تش نوم راپاته دی.
کندز ښار تر جګړو له مخه دوه پارکونه لرل. یو د کلتور پارک او بل د قهوه خانې. دواړه ښکلي وو، دومره ښکلي چې په افغانستان کې یې ساری ډېر لږ و، خو د تېرې نیمې پېړۍ په بدمرغیو کې د قهوه خانې خدمت ونه شو، اکثره بوټي یې وچ او وسایل یې ویجاړ شول. د جمهوریت په کلونو کې ځینو هوښیارانو فیصله وکړه چې پارک څه کوو؟ راځئ کورونه پکې اباد کړو! همداسې وشول او د کلتور پارک په برخه کې فیصله وشوه چې د والي صاحب لپاره د کور او مېلمستون د جوړولو ښه مناسب ځای همدا دی. دا فیصله هم عملي شوه. د یادولو ده چې مونږ تر جګړو له مخه هم د پارکونو په اړه روښانه، تدوین شوې او عاقلانه تګ لاره نه لرله. د سلطنت په وروستیو کلونو کې چې کندز د مطبعې او اخبار څښتن شو، ودانۍ یې ورته په همدې کلتور پارک کې جوړه کړه. دې ودانۍ د پارک یوه وړه څنډه لاندې کړه او د والي صاحب کور یې سم بېخ وایست.
تر جګړو له مخه کندز چې رایادوم، درې بې سارې ښکلاوې پکې وې: دوه همدا پارکونه او بل چنارونه. د ښار په کابو ټولو لویو لارو د سړک دواړو غاړو ته پنجه چنار ولاړ وو. چنارونو به په اوړي کې د طبیعي بادپکي کار ورکاوه، سیوري ته به یې په پیاده روونو کې تګ په زړه پورې و، لکه په پارک کې چې ګرځې. مازدیګر مهال به په چنارونو کې د زرګونو مرغانو شور په رستورانونو کې د فلمي سندرو له شور سره یو ځای شو او د موټرونو بدرنګه اوازونه به د ژوند او مستۍ په نغمو کې ورک شول. چنارونو کندز ښار ته مشترک هویت ورکاوه، یعنې داسې څه چې یو ښار له نورو بېل کړای شي. داسې څه ممکن خاصې ونې وي، تاریخي ځایونه وي، د معمارۍ بېل سبک وي… پلار مرحوم مې کیسه کوله چې استاد قیام الدین خادم کله کندز ته راغی، تر هر څه ړومبی یې چنارونو ته پام شول. د جګړو په کلونو کې د ښار اکثره چنارونه له منځه لاړل او په ځای ېې که ونې کېښودل شوې، په هغو کې ګډوډي وه، یو ځای ناجو، بل ځای توت، بل ځای وله، یا بېخي بې ونو سړکونه. هغه وخت چې د ښار په ټولو اصلي سړکونو د چنار سیوری پروت و، د ښار مشترک هویت پیاوړی کېده او انسجام پکې ښکلا زیاتوله.
که د انسان انسانیت له مارغه سره تشبیه کړو، ازادي او برابري د دې مارغه دوه وزرونه بللای شو. د ښار په پیاده روونو، پارکونو او داسې نورو عمومي ځایونو کې چې خان او غریب، نر او ښځه، ماشوم او بوډا ټول د حضور اجازه لري، ازادي او برابري احساسوو. دغه راز د اجتماع په منځ او د نورو په ټول کې ځان لیدل د سکون او خوشحالي سبب کېږي. د ښار ځینې عمومي ځایونه د مختلفو دلایلو په اساس د خلکو خوښ وي، هورې تګ راتګ ډېر وي او هلته له بل چا سره، حتا نابلد نفر سره د سلام کلام امکان ډېرېږي. انسان چې فطرت یې اجتماعي دی، دغسې چاپېریال ته فطري اړتیا لري او معمولا سکون پکې اخلي.
د دنیا په واټونو کې به یو مشهور او شاید تر ټولو مشهور واټ د پاریس شانزې لیزې وي. ما د دغه واټ لیدلو ته سودا وه. کله چې ورغلم، دې نتیجې ته ورسېدم چې اصلي کمال یې په پیاده روونو کې دی. د سړک د دواړو غاړو پیاده رو ډېر پراخ دی. هرې غاړې ته شاوخوا شل متره. په پیاده رو کې ځای ځای د ونو سیوري ته چوکۍ ایښي دي او د خلکو ناسته ولاړه پکې د لارویانو د تلو راتلو په شان اسانه او بې زحمته ده. شانزې لیزې د هغه وخت واټ دی چې لا موټر نه وو اختراع شوي. په هغه زمانه کې دومره لویو پیاده روونو ته څه اړتیا وه؟ له جوړوونکو سره یې دا فکر و چې لارویان باید د لارې په سر د ناستې ولاړې، مجلس او سلام کلام فرصت هم ولري.
مونږ په خپله ژبه کې د سرِ چوک د اوازې او د سرِ چوک د خبرو اصطلاحات لرو. په چوکونو کې فضا لږ وسیع وي او یو بل ته د تم کېدو او خبرې نیمې کولو یا اورېدلو ځای موندل کېږي. که د دغسې اجتماعي تعامل امکان پکې نه وای، دغسې اصطلاحات به نه وو. چوک خو بې دلیله سندرو ته لار نه ده کړې:
ګلفروشم ګل می فروشم
ګل سرِ چوک کابل می فروشم
په کابل کې د پښتني تجارتي بانک مخه د اکثرو لوستو کسانو د دلچسپي ځای دی. ایا ځکه چې هلته د پیاده رو په غاړه کتابونه خرڅېږي؟ هو، خو د دلچسپۍ دوه نور دلیلونه هم شته: دغه ځای د سلطنت له زمانې لا د مطبوعاتو د وړاندې کولو ځای و او د نسلونو تر منځ د خاطرو د شریکولو قوت پکې شته. بله دا چې پښتني بانک یو څه شاته دی او فضا ایجاد شوې ده. زموږ د ښارونو په معماري کې د دا رنګه فضاګانو اهمیت ته توجه نه کېږي.
په ښار کې هغه عمومي ځایونه چې هلته خلک یوازې د ضرورت د پوره کولو په اساس نه ورځي، بلکې د زړه سکون او تفریح هم پکې احساسوي، مختلفې ځانګړنې لرلای شي. مثلا په شهرنو کې د سینما پارک د مخې کوڅه په زړه پورې ده. یوې خوا ته پارک، بلې غاړې ته رستورانونه، ځینې داسې دوکانونه چې په سترګو ښه لګېږي او پراخ پیاده روونه د ښار د دغه ځای ځانګړنې دي.
په قلعه فتح الله کې د زرغونې لېسې مخې ته درې، څلور قرطاسیه فروشۍ دي. هورې په ډول، ډول قلمونو، کتابچو او داسې نورو وسایلو سربېره د ماشومانو د شوق ځینې وسایل، مثلا د لوبو موټران خرڅېږي. دغسې وسایل پخپله ښایسته وي خو دوکاندارانو یې هم، چې په ویترینونو او قفسچو کې په کوم انداز ایښي دي، کمال کړی دی. په تېرو لسیزو کې مې د مازدیګر او ماښام تر منځ ډېر ځله لار چپه کړې ده چې دغو دوکانونو ته وګورم.
د دوکان ښایست، مناسب پیاده رو، د ماشومانو د خوښې وسایل (مثلا پوکاڼۍ، لرګین آسونه)، د ناستې یا درېدو لپاره یو څه فضا، د ودانیو معماري، د مکان تاریخ او خاطره، رستورانونه، کافي شاپونه، د سیوري او رڼا تناسب، د ونو بوټو زیاتوالی، د ضرورت وړ توکو نژدېوالی، د امن احساس او مختلف نور عوامل د ښار یو محل تر نورو خوږ، اثرناک او ژوندی کړي. داسې ځایونو ته تګ راتګ ډېر شي، د زړونو تعلق ورسره پیدا شي او د چارواکو هم ور پام شي. له شلمې پېړۍ راهیسې زموږ د وطن یوه ترخه تجربه دا ده چې چارواکو ته ممکن په دا رنګه ځایونو کې د خپلې نخښې د پرېښودلو شوق ورپیدا شي او د یوې مکاني ښکلا په مخ داغ کېږدي. د سلطنت د وخت سینما پامیر ښکلې ودانۍ وه. د ودانیو ښکلا هغه وخت یو په دوه شي چې د خپل چاپېریال له ودانیو او شاوخوا سره هم تناسب ولري. سینما پامیر همداسې وه او کله چې به د کابل د ښکلیو ځایونو پوست کارتونه چاپېدل، سینما پامیر به خامخا پکې وه. د داوود خان په جمهوریت کې دغه دوه پوړیزه ودانۍ ړنګه او په ځای یې د لس، پنځلس پوړونو دنګه سمینټي ودانۍ ودرېده چې د چاپېریال له تعمیرونو سره یې تناسب نه و او ښکلا ژوبله شوه. د ښارونو په زړه پورې ځایونه د ښاریانو په مشترکو خاطرو بدلېږي. همدا خاطرې د ښار سندرو، کیسو او فرهنګ ته لار مومي، د ښار تاریخ ته روح بخښي او د ښار او اوسېدونکو پیوستون پیاوړی کوي. منظور دا نه دی چې په ښار کې دې له تغییر سره مخالفت وشي، منظور دا دی چې که د ښار په یوه جذاب محل کې تغییر راځي، اول دې دا وکتل شي چې دغه محل ولې جذاب دی؟ ایا دا ریسک د منلو دی چې وختونو ثابته کړې ښکلا له سره سینګار کړو؟ د کابل په کارته چهار کې د شېرشاه سوري جومات شنه فضا د هغه لوی امتیاز دی. اوس که یو د نوم شوقي زورور یا شتمن راپیدا شي او مثلا ووایي چې دلته یو کتابتون جوړوم، شاید مخالفت ورسره ونه شي خو ښار او جومات به تاوان کړی وي.
زموږ په وطن کې بېوزلي دومره لوی مشکل دی چې ځینو کسانو ته به د ښار د ښکلا او جاذبو په اړه خبرې د هوس خبرې ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې د بیوزلۍ د کمولو لپاره هم ارامو ذهنونو او په جسمي او روحي لحاظ روغو خلکو ته اړتیا ده. ژوند اسان نه دی. زمونږ دنده باید دا نه وي چې نور یې هم مشکل کړو، بلکې برعکس، په مختلفو طریقو یې د ټولو خلکو لپاره د اسانولو او خوشحالو هڅه پکار ده. ما د سندرو له دغه سروکي تل خوند اخیستی دی: «جینکۍ ډلې ډلې راغلې، جان وړې لیلو، مازدیګر دی نا، منګي راواخلئ، ځئ چې بر ګودر ته ځونه، مازدیګر.» دلته تفریح شخصي نه ده، اجتماعي ده، او په یوې خوشحاله، پرانیستې فضا کې ګڼ انسانان وینو.
د مورخ او مفکر ویل دورانت په قول په لرغونو زمانو کې راهبانو ژوند په ځان ډېر تریخ کړ او دې شي ورته دا ګټه وکړه چې خلکو ته د پټو رازونو څښتنان ښکاره شي او سپېڅلي یې وګڼي. د اروپا په منځنیو پېړیو کې چې راهبانو او کشیشانو د نورو خلکو د ژوند د تریخولو کوښښ وکړ، اروپایان د ژوند په چارو کې ډېر بې ابتکاره او بې انرژي شول. ژوند له ازادي او خوشحالي سره غوړېږي، نه له بندیزونو او فشارونو سره.
په تېرو څو لسیزو کې د ښارونو نفوس څو برابره شو. د نفوسو زیاتېدو، وچکالیو او په صنعت، زراعت او نظافت کې د اوبو د استعمال زیاتوالي اوبه ورځ په ورځ کمې کړې. اوس نو هغه وخت یوازې په خاطرو کې غواړو چې زموږ د ښارونو په کوڅو کې به ډکې ویالې بهېدلې او مازدیګر به کوڅې غرقې آبپاشي کېدلې. له بلې خوا وچکالیو دوړې زیاتې کړې او فضا لړلې ده. د فضا په ککړتیا کې د موټرو، سکرو او فابریکو د لوګیو برخه لا زیاته ده. په دې منځ کې دوامدارو جګړو، بېوزلیو او بې قانونیو ذهنونه بې حده ناکرار کړي دي. زمونږ په ښارونو کې دا نااشنا وېره نه ده چې په پیاده رو کې روان یې، په موبایل خبرې کوې او تشویش درسره وي چې موبایل درنه څوک ونه تښتوي. دا هم نااشنا وېره نه ده چې په پارک کې مازدیګر ناست یې او یو سړی مثلا درته ووایي: وېښته دې ولې داسې دي؟ په ښارونو او نورو سیمو کې د سکون بخښونکو عمومي ځایونو پالل او د سکون بخښونکي فرهنګ لرل د ژوند اړتیا ده، هوس یې مه بولئ.
د اسد اتلسمه، 1405