تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۳مه ) د جاپان سفارت اعلان وکړ چې، له نړیوال بانک سره یې د ۲،۰۸ میلیونه ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړی.
یاد سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې،د افغانستان د بیاودانۍ د تمویل صندوق (ARTF) له لارې به د اړتیا وړ خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ځوانانو د ژوندانه د چارو ملاتړ وکړي.
افغانستان کې د جاپان سفارت په ایکس کې زیاته کړې چې، جاپان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او هڅه کوي د بېوزلو افغانانو ژوند کې ښه والی راولي.
سرچینه وایي، دوی دغه راز هڅه کوي بېوزلو افغانانو ته د عاید او ژوند فرصتونه هم برابر کړي.
دا مرسته داسې مهال اعلانېږي چې، په افغانستان کې د بېوزلۍ له امله اندېښنې زیاتې شوي او ترڅنګ یې هره ورځ زرګونه افغان کډوال هم له پاکستان او ایرانه په جبري ډول را شړل کېږي.
یوازې پرون شنبه ۶۹۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۴۶۳ کسان دي له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي چې، مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د بشري ناورین د ډیریدو په هکله اندیښنه ښودلې ده.