Homeخبرونهد تهران پولیسو دوه یرغمل شوي افغان سوداګر په یوه څاه کې...

د تهران پولیسو دوه یرغمل شوي افغان سوداګر په یوه څاه کې وموندل

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) ایراني رسنیو د تهران د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دوه افغان سوداګر له ۲۵ ورځو یرغمل کېدو وروسته، په یوه څاه کې موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، تښتوونکو د دغو سوداګرو کورنیو ته د شکنجې ویډیوګانې لېږلې او له هغو څخه یې ۶۰۰ زره ډالره غوښتي وو.

د ایران رسنیو پرون (یکشنبې) په دې اړه په راپور کې ویلي چې دا دوه افغانان د تېرې دلوې میاشتې په اتمه نېټه ورک شوي وو او کورنیو یې تر یوې ورځې وروسته د هغوی د شکنجې ویډیويي کلیپونه ترلاسه کړل او موضوع یې له پولیسو سره شریکه کړه.

د څېړنو له پیل وروسته، پولیسو هغه سیم‌کارتونه تعقیب کړل چې له کورنیو سره د اړیکې لپاره کارول شوي وو. د همدې څېړنو په ترڅ کې، د سیم‌کارتونو د پلورونکو له لارې د شکمنو کسانو درک وموندل شو او وروسته یو کس چې «آرش» نومېږي، د اصلي عامل په توګه وپېژندل شو.

ایراني رسنیو د تښتوونکې ډلې شمېر شپږ کسان ښودلی او لیکلي یې دي چې پولیسو د ډلې مشر «آرش» نیولی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د نوموړي له نیول کېدو وروسته د برمته شوو کسانو د ساتنې ځای تثبیت شو او دواړه افغان سوداګر له ۲۵ ورځو یرغمل کېدو وروسته د تهران ولایت د مرتضی‌ګرد سیمې په یوه کرونده کې له درې متره ژور څاه څخه ژغورل شوي دي.

یو تن له تورنو کسانو اعتراف کړی چې دوی د ۶۰۰ زره ډالرو تاوان اخیستو په هدف برمته شوي کسان په څاه کې ساتل او د شکنجې د ویډیوګانو په ثبت او لېږلو سره یې د هغوی کورنۍ تر فشار لاندې راوستلې.

ویل شوي چې له تورنو کسانو څخه درې تنه، چې په همدې کرونده کې یې د ساتونکو په توګه کار کاوه، د افغانستان اتباع دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...