Homeخبرونه‏ازبکستاني سوداګرو ننګرهار کې د پانګونې ژمنه کړې ده

‏ازبکستاني سوداګرو ننګرهار کې د پانګونې ژمنه کړې ده

تاند ( شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲مه) د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال سهراب عبدالرحمانوف په مشرۍ د ۷۰ سوداګرو او صنعتکارانو یوه پلاوي ننګرهار ته سفر کړی.

د دغه سفر پر مهال ازبک سوداګرو، ننګرهار کې د طالبانو له والي، محمد نعیم اخند سره لیدلي او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او ګډو اقتصادي فعالیتونو ژمنه یې کړې ده.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ننګرهار کې د طالبانو والي ویلي، افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار د صنعت، کرنې، ترانزیټ، انرژۍ او طبیعي سرچینو له پلوه پراخ فرصتونه لري او حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی.

ازبکستاني پلاوي هم ویلي، غواړي له ننګرهار سره په بېلابېلو برخو کې عملي سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

دغه پلاوي د طالبانو د حکومت والي او سوداګرو ته ازبکستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...