تاند ( شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲مه) چین اعلان کړی چې افغانستان ته د ۴۱ ډوله خامو کیمیاوي موادو صادرات به لا هم د ځانګړي جواز لهمخې ترسره کېږي.
د چین حکومت ویلي، دغه پرېکړه د صادراتو د کنټرول پیاوړتیا او د نشهيي توکو په تولید کې د دغو موادو د کارېدو د مخنیوي لپاره شوې ده.
د دغې اعلان لهمخې، افغانستان، میانمار او لاوس هغه هېوادونه دي چې له جواز پرته ورته د یادو موادو صادرات بند دي.
په ورتهمهال امریکا، کاناډا او مکسیکو لپاره له چین څخه د خامو کیمیاوي موادو د صادراتي کنټرول نوملړ پراخ شوی دی.
دغه راز چین یادو هېوادونو ته د هغو موادو شمېر چې د صادراتو جواز ته اړتیا لري، له ۱۳ څخه ۱۶ ته لوړ کړی دی.