Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان د رېللارو وزیر د امریکا د سفارت له سرپرستې سره...

د پاکستان د رېللارو وزیر د امریکا د سفارت له سرپرستې سره د پاکستان او منځنۍ اسیا د لارو په اړه خبرې وکړې

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د پاکستان د رېللارو وزیر محمدحنیف عباسي په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت له سرپرستې ناتالي بیکر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د پاکستان د رېللارو په برخه کې د واشنګټن د پانګونې پر جلبولو، او له منځنۍ اسیا سره د نښلولو پر پروژو خبرې کړې دي.

پاکستاني وزیر په دې کتنه کې د خپل هېواد هغو روانو پروژو ته اشاره وکړه چې موخه یې له اوزبکستان او قزاقستان سره د ګوادر بندر او نوکنډي سیمې نښلول دي. هغه وویل، د دغو پروژو هدف په ټوله منځنۍاسیا کې د ترانزیتي سوداګرۍ پراخول دي.

په مقابل کې، په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې د زیربناوو د پراختیا، د عصري ټکنالوژۍ د لېږد او د پاکستان د رېللارو په برخه کې د امریکايي پانګه‌والو د هڅولو لپاره د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړ.

دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي چې پاکستان له طالبانو سره له سیاسي ترینګلتیاوو او سرحدي نښتو وروسته، چې د تېر کال په میزان میاشت کې یې د تورخم او چمن دروازې د تړل کېدو لامل شوې وې، عملي ډول مرکزي اسیا ته د رسېدو لپاره د افغانستان د بدیل لارو کارول پیل کړي دي.

د پاکستان ګمرکي چارواکو تایید کړې چې د دغو لارو د تړل پاتې کېدو له امله، د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد صادراتي محمولې د ایران له لارې اوزبکستان ته لېږدول شوې دي، او د پاکستان–ایران د ټرانزیټي دهلېز په چوکاټ کې سوداګریز فعالیتونه په رسمي ډول پیل شوي دي.

د دې طرحې له مخې، اسلام‌اباد خپلې هڅې پر بدیلو لارو متمرکزې کړې دي څو صادراتي توکي د ګوادر بندر او د ایران له خاورې د مرکزي اسیا هېوادونو ته انتقال کړي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د دې نوې لارې په پرانیستل کېدو سره به د افغانستان پر قلمرو د دغه هېواد ټرانزیټي تکیه پای ته ورسېږي.

له بلې خوا، د سرحدونو تړل کېدل او د سوداګریزو راکړو ورکړو پرې کېدا، چې د دواړو خواوو سوداګرو ته یې درانه اقتصادي زیانونه اړولي، د دې سبب شوې چې طالبان هم په غبرګون کې له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، هند او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

افغانستان د کلونو لپاره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اصلي نښلوونکي پل او ټرانزیټي لارې په توګه مطرح و، خو اوس پاکستاني چارواکي هڅه کوي دغه مسیر له پامه وغورځوي او بدیلې لارې فعالې کړي.

په همدې لړ کې، پاکستان له قزاقستان او اوزبکستان سره نوي سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...