هسې وایي چې یوه ورځ یو مرغه د ونې په ښاخ ناست و، بادشا ولېد؛ وزېرانو ته یې وویل: دا مرغه به خامخا ولم؛ غشي لېندې یې را واخېستل، یو غشی یې ور خلاص کړو؛ خو نښه یې پر ځای ونه لګېده، مرغه خطا شو او والوت؛ بادشا ډېر شرمنده شو؛ یو وزېر یې ور نږدې شو ورته یې وویل: قربان دې شم بېشکه لومړی تا دې مرغه د وېشتلو او وژولو نیت کړی و؛ خو وروسته دې وېشتلو په وخت کې دې په هغه رحم راغلو او په خپله دې نښه خطا کړه.
په ټولنېز ژوند کې ځېنې انسانان د مقابل لوري د پام اړولو او جلبولو لپاره داسې کلمې، جملې او یا داسې کړنې تر سره کوي، چې د تملق او غوړمالۍ په رنګ رنګېدلې وي یا دا چې ځېنې انسانان د خپل پرمختګ لپاره د ځېنې نورو ته چې په ټولنه کې د لوړ مقام څخه برخمن دي، د هغوی لپاره داسې جملې کاروي چې هره جمله او ټول الفاظ یې د تملق او غوړمالۍ په غوړو غوړ وي.
تملق ته چاپلوسي، غوړماړي، خوشامندې …. هم وایي؛ تملق یا چاپلوسي په انسانانو کې هغه حالت دی، چې د نفس له کمزورۍ څخه را زېږي او په انسانانو کې د یو ډول روحي اسارت را منځ ته کوي، چې د نورو انسانانو په وړاندې د ګټو او مادي امتیازاتو د خوندیتوب لپاره تر سره کېږي؛ همدې حالت څخه چې بې ماله دې څوک مانا نه وینې استاد الفت د ټول هېواد د ساتنې لپاره داسې دعا کړې ده:
دا هېواد دې خدای ساتي له داسې حاله
چې معنا به څوک نه ویني بې ماله
کله چې انسانان د ستر څښتن ته امید لرل پرېږدي او د ځان د هوساینې لپاره دنیاوي خدایګوټي ومومي او د معنویت پر ځای مادیت ته ترجیح ور کړي یا پر معنوی ارزښتونو مادي ارزښتونو ته لومړیتوب ور کړي؛ نو له همدې ځایه د اسارت او غلامۍ خنځیر یې غاړې ته لوېږي او حقیقت خو دا دی چې په خپله دا د اسارت او غلامۍ ځنځیر په غاړه کې اچوي، له همدې ځایه د انسانانو سر ټېټي پیل شي او دغه سر ټېټي یې عادت جوړ شي؛ بیا که سړی هر څومره د وقار د ساتلو هڅه وکړي، وقار یې نه خوندي کېږي او دا عادت به یې د لا سر ټېټۍ سبب شي؛ رحمت شاه سایل هم د داسې انسانانو دې عادت ته ملتفت شوی دی؛ وایي:
عــادت چې په هر در د ټېټېدو واخلي ســایله
تندی که بلا سوخ هم شي تندی نه پاتې کېږي
ما له ځېنو داسې هم اورېدلي، تاسو به هم اورېدلی وی، چې وایي: تېره شپه مو هم په دسترخوان یاد کړې، که دا مو نه وی اورېدلي، دا خو مو ډېر ځله لېدلي او اورېدلي چې یو څوک د یو چا ستاینه په داسې الفاظو کوي یا ورته داسې کلمې او جملې کاروی، چې د هغو الفاظو او جملو مانا او ښمره د هغه په ممدوح کې هېڅکله نه شته او یا یې وړ نه وي؛ د یو چا لپاره داسې الفاظ او جملې کارول او داسې کول د تملق او چاپلوۍ څخه پرته بل څه نه شي کېدای؛ د چاپلوس یو بل ډېر بد خاصیت دا دی، چې د خپل ممدوح لپاره څرګند حقیقت ته په ډېره سپین سترګۍ بل نوم او بله بڼه ور کوي او الله تعالی په دغه عمل خورا ډېر خپه کېږي.
د استاد الفت په نثري کلیاتو کې مې دا هم لوستلی و ” یو پاچا له چا نه پوښتنه وکړه چې زما په ورغوي باندې ولې وېښته نشته؟
هغه وویل: ځکه چې پاچا په خپلو لاسونو باندې په لپو، لپو پېسې خلکو ته ور کوي او ورغوی یې سولېږي.
پاچا وویل: د نورو خلکو ورغوي خو هم ما غوندې دي.
هغه وویل: هغوی هم پخپلو لپو ستا له لپو نه څه اخلي او ورغوي یې سولېږي.
پاچا بیا وویل: هغه چې زه هېڅ نه ور کوم د هغوی ورغوي هم دغه شان دي.
هغه په ځواب کې وویل: هغوی چې ستا بخششونه د نورو په حق کې ویني نو له حسرت او ارمانه خپل ورغوي سولو او افسونه کوي.
دا خو څرګنده ده، چې دغه عمل ناوړه دی، له بله پلوه هغه څوک چې د هغه مصنوعي ستاینه کېږي، له هغه څخه یو ځان خوښی، خودبینه او کلانکار جوړوي او همدارنګه د کړي خیانت تائید کېږي او هغه لا خیانت کولو ته هڅول کېږي او دا په هغه کې د غرور د زېږېدا لامل ګرځي.
تملق په دې هم ناوړه دی، چې انساني جوهر ته لویه صدمه رسوی؛ تملق یو داسې مضمون دی، چې ځېنې پکې ډېرې نومرې اخلي او ځېنې نور بیا په دې مضمون بیخې صفر دي او په نا لایقو شمار دي؛ خو په حقیقت کې هغه څوک چې صفر دي دي معنوي لوړوالي څخه برخمن دي او هغه څوک چې په دې مضمون کې یې د نومروې لوړ دی له معنوي بېوزلۍ سره مخ دي؛ سیف الرحمن سلیم څه خواږه ویلي دي:
چاپلوسي او خوشامنده مې زده نه کړه
دې کتاب کې نا لایقه دې جهان یم
او استاد الفت بیا وایي:
لوړ مقام ته رسي چې بوتونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل کې ریاست ته رسېدلي دي
د تملق خواص په ځېنو ډېرو انسانانو کې موجود وی، چې په چل، فریب، د عاجزۍ په اظهار، مینې، نزدیکت او د ژبې په چالاکۍ، د خپلو موخو او ځان د خوندیتوب لپاره له ځېنې انسانانو ته دومره لوړوالی ور کړي، چې هغه څه د هغه په وجود کې هېڅ شتون ونه لري.
د ناخوښۍ خبره دا ده، چې دغه رنځ په ډېرو لوستو او د کمال په خاوندانو کې هم شتون؛ په نن شرایطو کې دا سمه ده، چې د چا د ثناء ویلو پرته یا په دغه شکل به مو څوک و نه مني؛ خو د دې فرهنګ د له منځه وړلو لپاره باید په دغه بڼه یا په تملق او چاپلوسۍ کولو په چا ځان هم و نه منو.
همدې لپاره د ستر وقار او اعزاز خوندیتوب درته لازم دی او له دې سره په څنګ کې الله تعالی په انسانانو باندې د پوهې او علم د ستر جوهر پېرزوینه کړې؛ همدا جوهر دی چې ډېرو انسانانو ته یې ډېرې سختې لارې پرانېستي دي.
الله تعالی انسانان اشرف المخلوق پیدا کړي او هغه ته یې د عقل او پوهې یو لوی نعمت ور کړی؛ همدې نعمت او کمال نه په ګټې اخېستنې سره نور د ځان پسې کړئ، خپل د علم جوهر بازار ته وړاندې کړئ او دې لارې ځان خپلو وړ موخو ته ور سوئ.