Homeخبرونهزکیه احمد، لومړۍ افغانه شوه چې د مونټ ابوریست څوکې ته وختله

زکیه احمد، لومړۍ افغانه شوه چې د مونټ ابوریست څوکې ته وختله

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا لومړۍ) زکیه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ماونټ اېورېسټ ته په ختلو سره لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دا تاریخي بریا یې په نصیب کېږي.

د پاکستان د الپاین کلب په وینا، اغلې احمد د پنجشنبې په سهار د نیپالي لارښودانو داوا تنزینګ شیرپا او فوربا ګیالجین شیرپا په ملتیا د ۸۸۴۸ متره لوړې څوکې سر ته ورسېده.

زکیه احمد، چې د بشري حقونو فعاله او افغانه کډواله ده، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلې او وروسته په استرالیا کې مېشته شوې ده.

د هغې دا بریا د افغانستان او د جګړو ځپلو هېوادونو د ښځینه غرختونکو لپاره یو مهم تاریخي ګام بلل شوی دی. د هغې ملاتړو دا بریا د ښځو، کډوالو او بې‌ځایه شویو ټولنو لپاره د زغم، زړورتیا او هوډ نخښه بللې ده.

ماونټ اېورېسټ، چې په هیمالیا غرونو کې د نیپال او د چین د تبت سیمې په پوله کې موقعیت لري، لا هم له خپل سخت اقلیم او خطرناکو شرایطو سره سره د نړۍ د غرختونکو پام ځانته را اړوي.

په ورته وخت کې، پاکستاني غرختونکی سلمان عتیق هم د پنجشنبې په ورځ د اېوریسټ څوکې ته په رسېدو بریالی شو، چې د پاکستان د غر‌ختونکو ټولنې لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل شوی دی.

د پاکستان الپاین کلب ویلي، عتیق تېر کال هم د نړۍ اتم تر ټولو لوړ غر ماناسلو ته ختلی و، او د کلب مرستیال کرار حیدري د هغه هوډ، زړورتیا او هڅې د پاکستان د ځوانو غرختونکو لپاره الهام‌بخښونکې بللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...