غوث جانباز
په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې، د بخارا د امارت له ړنګېدو او د شوروي واک د پراخېدو وروسته په مرکزي آسیا کې د سیاسي نقشې د بیا جوړېدو په بهیر کې، نثار محمد یوسفزی — د پښتون توکم یو روڼ آندی او انقلابي شخصیت — د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په پروسه کې د اغېزناکو څېرو له ډلې څخه وګرځېد.
له هغه سره یوځای، نصرتالله مخصوم (مخدوم) او شیرینشاه شاه تیمور د تاجک دولت جوړونې اصلي معماران ګڼل کېږي.
لومړی په ۱۹۲۴ کال کې د تاجکستان خودمختاره جمهوریت جوړ شو، او په ۱۹۲۹ کال کې د تاجکستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت اعلان شو.
د سهشنبې په ورځ، د مې په ۱۹، د تاجکستان چارواکو د ولسمشر په ګډون په یوه رسمي مراسمو کې د مسکو څخه دوشنبه ته د دغو درېیو شخصیتونو د جسدونو د پاتې شونو د لیږد مراسم ترسره کړل. دوی ټولو ته د تاجکستان د «ملت اتلانو» لقب ورکړل شوی دی.
نثار محمد یوسفزی په ۱۸۹۷ کال کې د تاریخي افغانستان د سوابي په ولسوالی کې د یوسفزي پښتنو په یوه کورنۍ کې زېږېدلی و.
په ۱۹۱۹ کال کې هغه د درېیمې انګلیس–افغان جګړې کې د افغان پوځ په لیکو کې برخه واخیسته، او د جګړې وروسته د انګریز ضد فعالیتونو له امله تر تعقیب لاندې راغی او لومړی اړ شو چې کابل ته، او وروسته تاشکند ته کډه شي.
په مرکزي آسیا کې یوسفزی ژر د تاجکي هویت او کلتور له مهمو مدافعینو څخه شو. هغه د تاجکي ژبې لومړني درسي کتابونه ولیکل او په تاشکند، سمرقند، خجند او دوشنبه کې د ښوونځیو، کتابتونونو او تعلیمي مرکزونو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.
ډېری کسان هغه د تاجکستان د معاصر تعلیمي سیستم له بنسټ ایښودونکو څخه ګڼي.
هغه دوه ځله د تاجکستان د پوهنې د وزیر په توګه کار وکړ، او وروسته په مسکو کې د اردو او پښتو ژبو تدریس کاوه.
د سیاسي او تعلیمي فعالیتونو تر څنګ، یوسفزی د فارسي شعر د راټولولو او د تاجکي ادبیاتو د ودې په برخه کې هم کار کاوه، او مقالې یې په «صدای تاجیک» (د تاجک غږ) او «بیداری تاجیک» (د تاجک ویښتابه) خپرونو کې خپرولې.
د یوسفزي ترڅنګ، د شوروي تاجکستان د سیاسي جوړښت په پیاوړتیا کې شیرینشاه شاه تیمور — د بدخشان د شغنان اوسېدونکی — او نصرتالله مخصوم (مخدوم) د قراتګین له سیمې هم مهم رول ولوباوه. شاه تیمور د تاجکانو د حقونو مدافع بلل کېده، او مخصوم د تاجک جمهوریت له جوړېدو وروسته د دې جمهوریت تر ټولو لوړ دولتي مقام ته ورسېد.
خو د دغو درېیو بنسټګرو برخلیک ورته و. د ۱۹۳۷ کال د «ستری تصفیې» پر مهال دوی ټول په مسکو کې ونیول شول او اعدام شول.
خو په ۱۹۵۰ لسیزو کې شوروي محکمو هغوی بیا بېګناه وبلل او پخوانۍ پرېکړې یې ناقانونه اعلان کړې.