اند ( پنجشنبه د ثور/ غويي ۳۱مه) افغانستان د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې، د عرفې ورځې او د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت په ټول هېواد کې څلور ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا رخصتي د غبرګولي میاشتې له ۵مې نېټې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې پورې دوام کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټولې دولتي ادارې او بنسټونه به د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته، د غبرګولي له ۱۰مې نېټې څخه خپل رسمي فعالیتونه بېرته په عادي ډول پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې، افغانستان کې د طالبانو حکومت د راتلونکې چهارشنبې په ورځ لوی اختر اعلان کړی دی.
دغه راز سعودي عربستان هم راتلونکې چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
