Homeخبرونهد حیرتان- مزارشریف د رېللارې ۵ کرښه فعاله شوه

د حیرتان- مزارشریف د رېللارې ۵ کرښه فعاله شوه

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳۱ مه) د حیرتان–مزارشریف د رېلګاډي کرښې پنځمه برخه بېرته فعاله شوې ده. دغه برخه د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په حضور کې پرانیستل شوه.

برادر په مراسمو کې د ازبکستان له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. هغه همداراز د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د تعقیب لپاره د ګډې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ.

د طالبانو په وینا، د دې برخې اوږدوالی ۷۰ کیلومتره دی، ۳۰ کیلومتره فرعي پټلۍ، پنځه تمځایونه او په یو وخت کې د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري.

چارواکي وایي، د دې برخې په بیا فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت زیات شي.

د حیرتان–مزارشریف رېللار د افغانستان له مهمو رېل پټلیو څخه شمېرل کېږي، چې هېواد د حیرتان بندر او د افغانستان–ازبکستان د دوستۍ پل له لارې د منځنۍ اسیا له رېلي شبکې سره نښلوي.

دغه کرښه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ او د ازبکستان د رېلګاډي شرکت په همکارۍ جوړه شوې وه، او د سوداګریزو توکو، ساختماني موادو او بشري مرستو په لېږد کې مهم رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...