Homeخبرونهد افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اروپايي پارلمان...

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اروپايي پارلمان پرېکړه‌لیک

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳۱ مه) اروپايي پارلمان د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یوه پرېکړه‌لیک تصویب کړ. پارلمان د طالبانو د محکمو جزایي اصولنامه وغندله او په عام محضر کې یې په مترکو یا شلاقو وهلو او اعدامونو د پای ته رسېدو او د طالبانو د مشرانو پر ضد د بندیزونو غوښتنه وکړه.

د اروپايي پارلمان غړو په خپل پرېکړه‌لیک کې ویلي چې د طالبانو د محکمو جزایي اصولنامه د ښځو او نجونو سیستماتیکه ځپنه، جبري محدودیتونه، بدني سزاګانې او د بنسټیزو حقونو پراخه سرغړونه ده، چې جنسیتي اپارتاید هم پکې شامل دی.

پارلمان له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه سمدستي لغوه کړي او د ښځو او نجونو، د ال‌جي‌بي‌ټي‌کيو کسانو، مذهبي اقلیتونو او نورو زیان‌ګالو ډلو پر وړاندې ټول محدودیتونه، په عام محضر حکې په مترکو وهنې او اعدامونه ودروي.

د اروپا پارلمان استازو همداراز د نړیوالې جزایي محکمې د نیولو د حکمونو پر عملي کېدو، د طالبانو پر مشرانو د بشري حقونو اړوند بندیزونو پر پراخېدو او د بشري مرستو پر زیاتېدو ټینګار کړی، او له طالبانو سره یې د «نه رسمیت پېژندنې او نه عادي‌کېدو» د پالیسۍ د دوام غوښتنه کړې ده.

دغه پرېکړه‌لیک په ۴۸۰ موافقو، ۵ مخالفو او ۸۳ سپینو رایو تصویب شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...