Home+د لوږې‌ څونامي | آصف بهاند

د لوږې‌ څونامي | آصف بهاند

۴۶مه‌برخه

«ژوندي پاتې کېدو له‌پاره د کوچنیانو “پلورل”، د ځينو افغان پلرونو سخت غوراوی» (bbc)

د لـوږې نـه پـه ژوند پورې حیران بچی پـه څو دی؟

وحـشتـه! راتــه وایــه، د انـسـان بـچـی پـه څـو دی؟

دا پـلار یـې چې پـه وږي نـس پــه دار راځــړېـــدلی

دا چاودې لـوڅې پښې څیرې ګرېوان بچی په څو دی

(عبدالوهاب باور)

د لوږې څونامې، د افغانستان په هر ښار او کلي کې قولې باسي، غږ یې تر هر چا رسیـږي، خو د دې فریاد د اوریدلو له‌پاره د ټولې نړۍ غوږونه کاڼه دي، د وږو د لښکرو دا فریادونه لکه لوگي د خدای دربار ته د عرض له پاره روان دي، چې وروبه رسیـږي او که به په هوا کې محو شي؟

پر افغانانو باندې د لوږې د فشار په سبب د بدن غړو پلورل او د ټولې کورنۍ د نس مړېدو له پاره د یو کوچني خرڅول کومه نوې خبره نه ده. زما ښه په یاد دي چې د هجري شمسي نېټې د پنځوسمې لسیزې د پیل په کلونو کې په ظاهرشاهي ارامۍ؟ کې په مرکزي افغانستان (غور، بادغیس او بامیان) چې د وچکالۍ او اقتصادي ستونزو په وجه خلک وکوچېدل او مخ په ښارونو راروان شول، په ښارونو کې یې خپل ماشومان خلکو ته وړیا ورکول؛ له هغې زمانې رانیولې، بیا د انقلابونو په وخت، یا د سرو، شنو او سپینو بادونو د راالوتلو په دوران کې هم د بدن د غړو پلورل او د کوچنیو نجونو خرڅول پرېمانه بیلگې لیدل شوې دي او دا دی اوس د لوږې څونامي د وحشت په انتها کې بیا د افغانستان د وږو د لښګرو فریادونه جگ شول او مجبوراً د اوالادونو پلورلو ته یې مخه کړه.

په افغانستان کې بیا داسې حالت راغلی دی چې لوږه په ډېری کورونو، کوڅو او ښارونو کې چیغې‌وهي او له هرې چیغې سره د وږو ژوند ته برالا گواښ پېښوي. داسې ویل کېـږي چې د کار د نشتوالي او په سیمه او نړۍ کې د سیاسي نظامي کش‌کړپ په زیاتېدو سره، د لوږې‌څونامي څپې په زیاتېدو دي او لکه تل د لوږې څپې په لومړي گام کې باداره مېرمنې او ماشومان ځپي.

دا د خوراک د نړیوال سازمان د مشر خبره ده چې په افغانستان کې «… پنځه میلیونه میندې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخامخ دي.»

څولنډې‌ورځې مخکې (د ۲۰۲۶ ام کال د می دولسمه) د خوراک د نړیوال سازمان مشر جان ایلیف داسې وویل:

«د خوراکي توکو د مرستې دوام د میلیونونو افغان ښځو او ماشومانو د ژغورلو لار ده. خو له بده مرغه دا مرستې بندې شوي او د سلګونه زره میندو او ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.»

«ژوندي پاتې کېدو لپاره د کوچنیانو “پلورل”، د ځينو افغان پلرونو سخت غوراوی»

د میډیا دا او دې ته ورته سرلیکونه  به څوک نه زوروي. زه خویې داسې گڼم چې په همداسې یوحالت کې زه او زما کورنۍ او اولادونه راگیر یوو او همدې ستونزو محاصره کړي یو.

په افغانستان باندې د لوږې څونامي د څپو بیا راتگ ډېر لاملونه لري، خو درې عمده دلیلونه یې دا دي:

ــ پر ایران باندې د امریکا ـ اسرایلو د حملې په وجه د لارو بندېدل او د نړیوالو خیریه مؤسسو د مرستو نه رارسېدل،

ــ په ډله‌ییزه توگه له لرې او نږدې هېوادونو د گڼ‌شمیر افغان مهاجرو بېرته راستونول،

ــ په افغانستان کې د کار نشتوال، کاري‌ځواک لرو، کار نه ورته لرو.

نړیوال بانک په دومره شمېر د ګډوالو بېرته راستنېدو ته په اشارې سره وایي:

«… افغانستان د تېرو دوو لسیزو د کډوالو د راستنېدو له سترو څپو سره مخامخ دی. د بانک د اټکل له مخې، “د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر او د ۲۰۲۵ کال د جولای ترمنځ، شاوخوا له څلورو تر څلور اعشاریه اووه میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي دي.”

راپور وايي، دې حالت د کار پر بازارونو او عامه خدمتونو، په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو او پر ښاري مرکزونو سخت فشار راوړی دی.»

په ناڅاپي دول د دومره شمېر داسې خلکو بېرته راتگ چې استهلاکي ژوند لري او تولید هېڅ نه وي، نړیوالې مرستې هم بندي شي او پر واک باندې ناست مسؤلین هم د روزي مسأله خدای ته سپاري؛ نو د لوږې څونامي څپې به خود په داسې حالت کې قوي کېـږي او وږي به د گور تیارو ته لیـږي.

حللاره دا ده چې د راستنوو شوو خلکو بیا ځاي‌پرځای کېدل سم مدیریت شي، د راستنوو شوو له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې شوې پیسې (۵۲۹ میلیون ډالر) په سمه توگه ولگول شي او تر ټولو مهمه دا چې کاري ځواک ته د کار زمینه برابره شي.

د ۲۰۲۶ ام کال د می پرلومړۍ نېټه د کارگر ورځې په مناسبت وویل:

«د کار نړیوال سازمان د مې لومړۍ نېټې، د کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې هغه کسان چې د کار جوګه دي، وزګار او یا هم د اړتیا وړ عاید نه لري.»

دا خو ټولو ته ښکاره ده چې جگړې نه یواې د جگړې د پېښېدو پر محل هراړخیز منفي تاثیرات لري، بلکې په گاونډیو، سیمې او نړیواله کچه یې منفي اغیز د خلکو ژوند گډوډ کوي. د ایران او امریکا ــ اسرایل د جگړې په ترڅ کې د هرموز تنگي وتړل شوه، نور هېوادونه خو پرېـږده، د افغانستان پر خلکو یې منفي تاثیر کړی دی. د ملگرو ملتونو د خوراکي توکو

اداره وایي چې د هرمز تنگي د تړل کېدو په وجه افغانستان ته د بشري مرستو رسول درې چنده گران تمامیـږي.

پر افغانانو باندې د لوږې‌څونامې د زورورو څپو وحشت د شعر په ژبه ــ د خلکو په درد، درمن شاعر عبدالوهاب باور ــ داسې انځور کړی دی:

د لـوږې نـه پـه ژوند پورې حیران بچی پـه څو دی؟

وحـشته! راتـه وایـه د انسـان بچـی پـه څـو دی؟

دا پـلار یې چې په وږي نس پـه دار راځــړېـدلی

دا چاودې لوڅې پښې څیرې ګرېوان بچی په څو دی

دوزخـه! او جـنـتـه! جـمـهـوریـتـه! امـارتـه !

په‌خپلو والدینو ور تـاوان بچـی پـه څو دی؟

د کفر پـه نړۍ کـې د انسان خـرڅـول ګران دي

اسـلامـه! وه اسلامـه! د افغان بچی پـه څو دی؟

هـنـر بـې ایـمـاني ده او جـګړه قـهـرمانـي ده

کارتوسه! ته په څو یې د ایمان بچی په څو دی؟

مور هسې هم لوی کړي یو نومورکي شهادت ته

باوره! ټول جهان کې دا ارزان بچی په څو دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...