اند ( پنجشنبه د ثور/ غويي ۳۱مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې، نن پنجشنبه په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا، دوړو سره د تندو بادونو او ناڅاپي سېلابونو احتمال موجود دی.
د یادې ادارې د خبرتیا له مخې دغه هوايي وضعیت په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ مليمتره اټکل کړې ده.
دغه راز یې په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د دوړو سره د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم ښودلی چې،چټکتیا یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې رسېږي.
سرچینې له خلکو غوښتي چې، د ځان ساتنې لپاره دې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.