Homeخبرونهتېرو دوه ورځو کې له ۱۲ زره زیات کډوال له ایران او...

تېرو دوه ورځو کې له ۱۲ زره زیات کډوال له ایران او پاکستانه ایستل شوي

اند ( پنجشنبه د ثور/ غويي ۳۱مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی چې ایران او پاکستان په تېرو دوو ورځو کې ۱۲ زره او ۵۹۵ افغان وګړي ایستلي دي.

د دې کمېسیون د شمېرو له مخې، یوازې پرون چهارشنبه کې ۶ زره او ۸۱۴ افغان وګړي له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، دغه کسان پرون له سرحدي لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ۱۲۷۷ کورنۍ، چې ټولټال ۶۸۱۵ کسان کېږي، د هرات د اسلام‌قلعه، د نیمروز د پل‌ابریشم، د کندهار د سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو هېواد ته بېرته راستانه کړل شوي دي.

همدارنګه، د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ هم ۱۰۷۷ کورنۍ، چې ۵۷۸۱ کسان پکې شامل وو، له ایران او پاکستانه ایستل شوې وې.

یاد کمېسیون زیاته کړې چې یو شمېر راستنېدونکو ته په سرحدي لارو کې مرستې هم برابرې شوې دي.

ایران او پاکستان، چې په تېرو لسیزو کې یې د میلیونونو افغان وګړو کوربه‌توب کړی خو، په وروستیو کلونو کې یې د مهاجرینو د ایستلو بهیر چټک کړی؛ داسې چې هره ورځ زرګونه کسان د ګډو سرحدي لارو له لارې افغانستان ته بېرته ستنېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...