اند ( پنجشنبه د ثور/ غويي ۳۱مه) تخار ولایت کې د طالبانو د حکومت ځایي مسئولان وایي چې، د دې ولایت رستاق ولسوالۍ کې د سرو زرو د استخراج د ۹۴ شرکتونو فعالیتونه درول شوي دي.
د مسئولانو په وینا، دغو شرکتونو په غیرقانوني ډول په یاده ولسوالۍ کې د سرو زرو استخراج کاوه.
تخار کې د طالبانو د ولایت ویاند محمدعارف عارف، وایي چې دغه شرکتونه له جواز پرته د رستاق ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کیندنې او د سرو زرو د کانونو په استخراج بوخت وو، چې د اړوندو ادارو له لوري تر پېژندلو وروسته یې فعالیتونه و درول شو.
عارف زیاته کړې چې، د دې اقدام موخه د سرو زرو د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی، د طبیعي سرچینو ساتنه او د چاپېریالي زیانونو مخه نیول دي.
هغه ټینګار کوي چې د طالبانو د رهبرۍ د نوي حکم له مخې، په دې ولایت کې به د کانونو له هر ډول غیرقانوني استخراج کوونکو سره قانوني چلند وشي.
د سیمې اوسېدونکو هم د دغو شرکتونو د فعالیتونو له بندېدو هرکلی کړی.
دوی وایي چې د کانونو غیرقانوني استخراج نه یوازې چاپېریال زیانمنوي، بلکې د ملي شتمنیو د ضایع کېدو لامل هم ګرځي.