د ښار د ژاندارمو او پوليسو د قوماندان د انتظار په خونه كې بيسارى ګڼه ګوڼه وه. د شپيته- اويا كسه نارينه وو، ښځو او ماشومانو زاريو او ژړا، زورور زوږ جوړ كړى وو.
د پوليسو يوې څانګې دوه روځې مخكې، د هغه څو زره كسانو نومونه خپاره كړي وو چې بنديان شوي وو؛ خو اوس ژوندي نه وو او ټول په پټه وژل شوي او تر خاورو لاندې شوي وو!
د انتظار د لويې خونې پاسنى خوا ته يو بريتور افسر ناست و، چې د سترګي لاندې تورخال يې ښكلې برېښېده.
ده د عارضينو يوه – يوه عريضه څيروله او د عريضې خاوند ته يې په غوسه -غوسه كتل:
– ځه ورك شه، چې سړى دې مړ دى، زه څه وكړم؟
– ښځې ميړه دې كوم بل ځاى ولټوه!
– ځه ماشومان دې ماته مه ژړوه. ورشه او ميړه دې له خدايه وغواړه!
– ځه رنګ دې ورك شه بوډا، ته پرون هم راغلې وې!
– ځان په ما مه وژنه او سپيه، زوى خو دې زما په جيبونو كې نشته!
– تا ته وايم او شيشكې، ته بيا د هغه ضد انقلابي او خاين انسان د مرګ يا ژوند په تپوس راغلې يې؟!
دا ځلې بريتور افسر خپل سګرټ ته ښه په زور پوكى وركړ او ځوانې ښځې ته يې بد – بد وكتل:
– دا څووم ځل دى چې زما وخت نيسې… ستا مېړه زما او زما د فلسفې دښمن و… كه هغه ژوندى پاتې وي، دا ځلې يې زه وژنم. ګوره چې نوره دلته رانشې. ستا تک راتګ بې ځايه دي. د هغه خاين ژوند چې ته يې په پوښتنه راوتلې يې، موږ ته ډېر خطرناكه دى!
ښځې بيا هم وژړل. خپل دوه بچي يې وړاندې د افسر مخې ته وروستل او په ژړا – ژړا كې يې وويل:
– ګوره وروره ! قسم په خداى دى چې ميړه مې بې ګناه دى. د هغه غلط رپوټ شوى او بې ځايه نيول شوى دى.
بريتور افسر غاښ ورته وچيچل:
– هغه زه پېژنم. هغه كتابي او حسابي اخوانى دى اخوانى! هغه دومره ښكاره اخوانى دى چې هېڅ غلط رپوټ ته اړتيا نشته .
او بيا يې وسله وال سرتيري ته امر وكړ:
– دا ښځه له كوټې څخه وباسه!
د ښځې ژړا ډېره شوه:
سرتيري ښځې ته زارۍ وكړې:
– ځه خورې او ما لاس اچولو ته مه اړ باسه!
ښځې خپل دواړه ماشومان د خلكو په ګڼه ګوڼه كې، د قوماندان د خونې د دروازې خوا ته ټيل وهل؛ خو سرتيري يې مخه ونيوه او دا ځلې يې په غوسه وويل:
– ته لكه چې په خبره نه پوهېږې. ما ته امر شوى دى چې تا وباسم.
ښځې چې اوس يې نو چيغې وهلې، بيا د بريتور افسر خوا ته د اميد سترګې واړولې:
– وروره! د خداى د پاره مې د قوماندان….
د برېتور افسر اّمرانه غږ جګ شو:
– دا د سپي لور چې په هيڅ خبره نه پوهېږي ووهئ.
څو سرتيرو ښحه په ټيله – ټيله د دروازې خوا ته كش كړه.
ښځې ژړل. ماشومانو يې هم ژړل او په خونه كې نورو كسانو هم بټ پټ ژړل.
له دروازې څخه ښځې بيا هم افسر ته سترګې واړولې. د افسر د مخ تور خال او د هغه له قهره ايشيدلى توره څيره او تور بريت، ښځې ته ډېر كرغيړن په نظر ورغلل.
ښځې په چيغو – چيغو كې ويل:
– خدايه دا چيغې مې ته واوره.
بيا د افسر چيغه واورېدل شوه چې سرتيرو ته يې ويل:
– وباسۍ دا خلك زما له كوټې څخه وباسۍ… څوك خپل مېړه غواړي، څوك خپل زوى غواړي، څوك خپل ورور غواړي… ته به وايې چې ټول زما په جيبونو كې پټ دي… وباسئ دا ځناور او له دې ځايه يې ورك كړئ!
څو شېبې وروسته د كمربندونو د وهلو تړقهارى واورېدل شول او د دوه دريو كسانو په تنديو باندې وينې وبهېدې.
سرتيرو نر او ښځې په وهلو – وهلو دهليزونو ته وشړل او لا يې هم وهل.
ښځي هلته له خپلو دوه بچيانو سره لا هم ژړل او ورو – ورو شا ته خوځېده:
– خدايه … زه به له دې بچيانو سره څه كوم؟ د چا كور ته لاړه شم. له چا مرسته وغواړم… څه وكړم خدايه؟
***
د ښار د لوى جيل په دروازو كې ګڼه ګوڼه وه. ډېرو كسانو خپلو بنديانو ته پاكې جامې، خواړه او خطونه راوړي وو.
ډېره موده كېده چې يوه ښځه د جېل د دروازې د پنجرې شا ته ولاړه وه. د دې ښځې دوو كمكيو ماشومانو هم ځانونه په پنجره پورې ځړولي وو او لوبې يې كولې. دې مخكې د خپل ميړه شهرت او پخوانۍ پته يوه سرتيري ته وركړى و چې احوال يې ورته راوړي.
هوا توده وه. ښځې د انتظار وژونكې شيبې تيرولې. د دې شا او خوا تګ راتګ ډېر و. سرتيرو د ځينو بنديانو غوټې وړې او پايوازانو ته يې ځوابيه ليكونه يا نښې راوړې. يو نيم پايواز ته يې دا احوال راووړ چې بندي دې نشته او ناڅاپه به د هغه پايواز چيغې او كوكې جګې شوې…
دا وخت هغه سرتيري له ليري راښكاره شو، چې مخكې د دې ښځې په بندي پسې بلاكونو ته تللى و. د سرتيري بڼه بې خونده غوندې ښكارېده. ښځې ژر- ژر لاړې تېرولې او په خپلو وچو شونډو يې ژبه راښكوده. د زړه درزا يې ډېره شوې وه او د بدن سلول – سلول وينو يې د ماغزو په لور ځغستل.
كله چې سرتيرى راورسېد، دواړه يو بل ته چوپ ودرېدل. نه ښځې د ويلو او پوښتنې څه لرل او نه سرتيري د ځواب د پاره!
دواړو نيغ يو بل ته وكتل. د سرتيري شونډې دوه درې ځلې ورپېدې، سترګې يې زمكې ته ونيوې او ورو غوندې يې وويل:
– ستا بندي دلته نشته… ما ټول بلاكونه ولټول!
بيا يې ښځې ته د خواخوږي په سترګو وكتل او وېې ويل:
– خداى ښه پوهېږي.
او بېرته روان شو.
د ښحې سر وچورلېد. سترګې يې تورې شوې او كوكې يې له خولې ووتلې. كله يې چې ځان په ژړا ښه موړ كړ. پاڅېده، د خپلو دوو بچيانو اوښكې يې پاكې كړې او ځان يې تګ ته چمتو كړ.
دا وخت يو موټر د محبس د دروازې مخې ته ودرېد، چې لومړى دوه درې وسله وال سرتيري او بيا همغه بريتور تور افسر ځنې ښكته شول.
افسر جېل ته ننوت. هغه تور بريت، توربخون مخ او د مخ تور خال ښځې ته ډير كرغيړن په نظر ورغلل.
***
– خورې پرون مې درته وويل چې د مېړه مړى او ژوندى مې ورك شو. ډېرې دروازې مې په سر ووهلې، خداى ته مې ډېر عذرونه وكړل، نذرونه مې ومنل، چيغې مې وكړې او خلك مې تر زنه ونيول. بچيان مې چې هغه وخت ډېر كمكيان وو، ډېرو كسانو ته په ننواتې وروستل او ډېرو ته مې سر لوڅ كړ. هيچا زړه راباندې ونه سيزه او د مېړه د مړي يا ژوندي ايكې يوه خبره يې هم راته ونه كړه.
بلې ښځې خپلې اوښكې پاكې كړې او ويې ويل:
– ټول كباب شول بچۍ ټول.. ما خو هغه بله روځ كيسه درته وكړه… داسې دوه زامن مې له لاسه وركړل چې د پښۍ په شان سپين او نازك وو. هغه چې هر څه وو تير شول، ته دا اوسنى کړاو ګوره!
لومړنۍ ښځې وويل:
– هو مورې له څكك څخه پاڅېدو او ناوې ته كيناستو!
مشرې ښځې وويل:
– هو بچۍ. كله چې زما د زامنو او ستا د ميړه او زموږ د نورو خويندو، وروڼو دښمنان راپريوتل، ما ويل كه خداى كول دا دى اوس مې ارمان پوره شو او د خپلو نازولو بچو د مرګ سختي به هېره كړم؛ خو ارمان چې داسې كانې راباندې وشوې چې هغه مې پرې هير شول. ته وګوره لورى چې زموږ له كوره ځوانه جانه ښځه وركه شوه. همغسې چيغې مې چې د خپلو بچيانو په لټولو پسې وهلې وې، بيا هم ووهلې؛ خو داځلې شرم هم ورسره اوبه كړم. ځكه مې لاره بدله كړه او دلته كډه شوم.
لومړنۍ ښځې ورته وويل:
– مورې خداى ښه پوهېږي چې نن به هم زموږ د عريضو درك معلوم شي كه نه؟ خو دا ارمان مې په زړه كې مه پرېږده چې ستا نږور څنګه وركه شوه؟
مشرې ښځې شا او خوا وكتل او وېې ويل:
– لورې كله چې ملحدين لاړل او په ښار چوراو تالان ګډ شو، يو ماښامي ډله وسله وال غله زموږ كور ته راواوړېدل. چا قالينې پورته كړې او چا بكسونه په اوږه واړول. ناڅاپه دوه دريو غلو زما د نږور پوښتنه وكړه. لكه چې دوى پوره معلومات درلودل. بچۍ مونږ دواړو ډېرې كوكې وكړې؛ خو هيچا زموږ چیغې وانه ورېدې. ګاونډيان مرستې ته رانغلل او لنډه دا چې بچۍ زما د همغه نازولي شهيد بچي ښځه يې، چې د همدې كسانو د بري د پاره يې، خپل تر ټولو خوږ شى يا ژوند نذرانه كړى و، داسې وتښتوله چې ما يې درك هم پيدا نه كړ.
له دې لنډې كيسې څخه وروسته په ښځه د ژړا غريو ورغى. ډېرې كوكې يې ووهلې، څو ښځو نورو هم ورسره وژړل او د ښاغلي مشر په انګړ كې يې محشر جوړ كړ.
دا وخت دوه درې وسله وال ساتونكي يو په بل پسې راغلل او ښځو ته يې د چوپتيا خبره وکړه او دوى يې وبيرولې چې كه چوپ نه شي؛ نو بې له مرستې به يې له انګړ څخه وشړي. ناڅاپي دا خبرې په دوه دريو ښځو بدې ولګېدې او له ساتونكو سره يې شخړه پيل كړه:
– دا ستاسو ښاغلى زموږ د بچيانو په وينو ښاغلى شوى دى. موږ هم د هغه پخوانو په ژرنده كې دل شوو او هم ستاسو له لاسه در په در او خاورې په سر یو.
د ښځو شور ورو – ورو ډېر شو. ناڅاپه د مخامخ ماڼۍ د ننوتلو لويه دروازه بېرته شوه، يو توربخونه ږيرور سړى راووت، د زينې د پاسه ودرېد او وېې ويل:
– تاسو د ځان په قدر پوه نه شوئ. صيب د خداى په خاطر د څه مرستې بندوبست كړى و؛ خو ستاسو دا اوسنى ساز د هغه طبع ډېره خرابه كړه او ما ته يې امر وكړ چې تاسو له انګړ څخه وشړم.
دا وخت توربخونه ږيرور سړي يوه قوده كاغذونه، د ښځو په لور غوزار كړل او په كلكه يې وويل:
– داعريضې درواخلۍ او رنګونه مو ورك كړئ!
يوه ښځه دې توربخونه ږيرور سړي ته ښه ځير شوه. د هغه د مخ تور خدايي خال د چاړې په شان، د دې په ګوګل ننوت. سر يې وچورليد، په سترګو يې توره شپه شوه، پاڅېده لږ په مخ ورله او د هغه په مخ يې لاړې وغورځولې.
پاى
13/5/1995