شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+د ویکتور هوګو ۱۳۸ تلین او د هغه پخې خبرې

د ویکتور هوګو ۱۳۸ تلین او د هغه پخې خبرې

تاند- له نن څخه 139 کاله پخوا د ۱۸۸۵ د مې میاشتې په ۲۲ مه د فرانسې او نړۍ نامتو شاعر، ناول لیکوال او ډرامه لیکونکی ویکتور هوګو د ۸۳ کلونو په عمر په پاریس کې ومړ.

دی د ۱۸۰۲ د فبرورۍ په ۲۶ مه د فرانسې په بزانسون (Besançon) کې زېږېدلی دی.

ویل کېږي چې نوموړی ډېر کمزوری ماشوم و، نو اکثرو خلکو هیله نه لرله چې هوګو دې ژوندی پاتې شي. مګر د خلکو د وړاندوینې خلاف هغه ژوندی پاتې شو او د نړۍ یو ستر لیکوال ترې جوړ شو.

هوګو لومړنۍ زده کړې په پاریس کې وکړې. څه مودې وروسته یې په شعر، لاتيني ژبه او ریاضي کې ښه نوم وايست. هوګو خپله شاعري د ښوونځي په دوره کې پيل کړه او په دې خاطر یې په ښوونځي کې میډال وګاټه. په همدې وخت کې ورته د فرانسې بل نوموتي لیکوال “شاتوبریان” د “عالي ماشوم” لقب ورکړ.

هوګو د فرانسې تر ټولو ستر رومانتیک لیکوال دی. خو د فرانسې تر ټولو ستر شاعر ګڼل کېږي له فرانسې دباندې د بېنوایان ناول په خاطر چې فرانسوي نوم یې (Les Misérables) دی، او همداراز د (Notre-Dame de Paris ) په خاطر ډېر شهرت لري. دا دوهم اثر یې په ۱۸۳۱ او لومړی یې په ۱۸۶۲ کښلی دی.

د هوګو شعري ټولګه په ۱۷ کلنۍ کې چاپ شوه او خلکو یې ښه هرکلی وکړ. په یوویشت کلنۍ کې د فرانسې د پاچا له خوا پر دندې وګومارل شو او دوه زره فرانکه یې معاش و. په هغه وخت کې دا ډېرې پیسې وې. په همدې توګه هوګو سیاسي لوبې ته هم ور ودانګل. له دې کبله یې په ژوند کې ډېرې لوړې ژورې هم ولیدې.

هوګو په “۱۸۸۵” م کال ناروغ شو. ډېر خلک به یې پوښتنې ته ورتلل. خو د همدې کال د مې په ۲۲ د درې اتيا کالو په عمر ومړ. پخپله یې وصیت کړی و، چې:

ـ له خپلو شتو څخه ۵۰۰۰۰ فرانکه بېوزلانو ته بخښم.

ـ زما جسد د فقیرانو په تابوت کې هدیرې ته ورسوئ.

ـ د کلیسا له دعا او بخښنې بېزاره یم.

ـ غواړم خلک راته دعا وکړي.

ـ پر خدای بشپړ ایمان لرم.

د هوګو پخې خبرې

– د آلوتونکو په څېر اوسه چې یوه شیبه پر کمزورې او سستې څانګې کښېني او چغېږي او ګومان کوي چې څانګه لړزېږي، خو بیا هم چغېدو ته دوام ورکوي ځکه ډاډه وي چې وزرې او بڼکې لري.

– مخکې له دې چې منی راشي له پسرلي ګټه واخله.

– ستاسې ژوند له هغه وخته پیلېږي کله چې د خپل ژوند څرخ په خپله څرخوې.

– څومره پرتمین دی کله چې پر نورو ګران اوسئ او څومره پرتمین دی کله چې پر تا هم نور ګران وي.

– تر محکمې دمخه قضاوت سم نه دی

په لیکلو کې باید له هغه څه مرسته و نه غوښتل شي چې نورو لیکلي دي، بلکې له خپل زړه او روح څخه مرسته وغوښتل شي

– واده هم یو حیرانونکی څيز دی، کله له زمریانو ګيدړ او کله هم له ګيدړانو زمری جوړوي

– کله چې سړی مینې پریشانه کړی وي، اروا يې غمجنه وي

– مینه ښکلی او بدرنګ نه پېژني

– هره پاک لمنه ښځه، ښکلې او په زړه پورې ده

ژوند ګل دی او مینه د هغې شات.

– هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي

– که د بشر په ژوندانه کې هم سترګې او سیالي نه وای، نو نه به نوښت وای او نه به اختراعات.

– په تپه تیاره کې- د رښتیا رڼا راڅرګندېږي

– څه چې وايې هغه ترسره کړه او څه چې ترسره کوې هغه وایه

– د انسان ښوېدنه تدریجي ده. بدۍ زموږ په بدن کې حاضر او چمتو دي خو ناڅرګند شتون لري. ان هغه کسان چې په ښکاره تر موږ پاک او ښه سینګار لري، همداسې ځانګړنې لري

 – که نه غواړې چې ودې آزمويي خپل کار سم ترسره کړه

– لوی آزمویوونکی خدای دی او کوچنی آزمویل کېدونکی انسان دی

– یوه ورځ به ټول نړیوال یو بل ته د دوستۍ لاس ورکړي او دا هغه ورځ ده چې بدمرغي او بدبختي به له ټولې نړۍ څخه ورکه وي

– د وجدان عذاب، په سوزوونکې دشته کې له مړینې څخه بد دی

– څومره چې غره ته پورته کېږو د لید ډګر مو پراخېږي

هغه کسان څومره هوښیار دي چې په مینه کې وړاندې دي

ـ ژوند ریاضي ده. ښېګڼې جمع کړئ، شخړې منفي کړئ. خوښي ضرب کړئ! دردونه تقسیم کړئ. د نفرت جذر وباسي او عشق پر توان لوړ کړئ.

ـ احتیاط د پوهانو لومړنی شرط دی.

ـ هر ښوونځی مو چې پرانيست، د زندان یو ور مو وتاړه

ـ حیوانات له دې امله نېکمرغه دي، چې دوزخ ته نه ځي.

ـ ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري.

ـ بد مرغه سړی هغه دی، چې پر خپلو وړتیاوو باور نه لري.

ـ ادبیات د تمدن پټ راز او شعر د پټو هيلو سرچينه ده.

ـ ټنبلي دوه اولادونه لري. زوی یې غل او لور یې لوږه نومېږي.

ـ له هغه چاسره مینه وکړه، چې ستا د مينې وړ وي، نه د مینې وږی. ځکه چې د مينې وږی یوه ورځ مړېږي.

د بېوزله سړي ملګری یوازې چوپتيا او “هو” ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب