پاکستانۍ ډیپلوماتې هند د افغان ملکي وګړو د وژنې تورونه رد کړل
په ملګرو ملتونو کې یوې پاکستانۍ ډیپلوماتې د افغان ملکي وګړو د وژنې په اړه د هند تورونه رد کړل او ویې ویل چې خپله هند د پاکستان پر ضد «دولتي ترهګري» پر مخ وړي.
د پاکستان استازې سایمه سلیم د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل، د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات یوازې د وسلهوالو ډلو او د هغوی د پټنځایونو پر ضد دي، نه د افغان ملکي وګړو او عامه تاسیساتو پر ضد.
دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یوازې په کابل کې د معتادانو پر روغتون په بمبارۍ کې تر څلور سوه ډېر ملکي وګړي په تېره بیا ناروغان ووېل شول.
خو سایمه سلیم ادعا وکړه چې هند د افغان وسلهوالو ډلو په وسیله د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي، او د پاکستان د اغېزمنو عملیاتو له امله یې دا هڅې ناکامې شوې دي.
سایمه سلیم همداراز هند تورن کړ چې د «ټيټيپي»، بلوڅ ازاديپال پوځ او مجید بریګېډ په څېر ډلو ملاتړ کوي، چې د پاکستان دننه په بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوي دي.
هغې وویل، پاکستان په افغانستان کې «دقیق او مسلکي» عملیات ترسره کوي، څو هغه پټنځایونه، روزنیز مرکزونه او وسلې له منځه یوسي چې د پاکستان پر ضد ترې کار اخیستل کېږي.
پاکستانۍ استازې همداراز هند د کشمیر د خلکو پر ځپلو، د لږکیو پر ضد د تبعیضي چلند او د سیاسي وسیلې په توګه د اوبو له موضوع څخه پر کارولو تورن کړ.