تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا لومړی) د افغانستان د کډوالو ښځینه کرکټ لوبډله به روان دوبی انګلستان ته سفر وکړي، چې دا د هغو لوبغاړو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلو ته اړې شوې وې.
د دې لوبډلې ډېری غړې، چې د ښځو پر ورزش د بندیزونو او پراخو جنسیتي محدودیتونو له امله یې افغانستان پرېښې، اوس په استرالیا کې مېشتې دي او ټاکل شوې څو مسابقې وکړي.
د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ دې لوبډلې ته بلنه ورکړې او د مېریلبن کرکټ کلب په همکارۍ یې د تمرین لپاره معیاري اسانتیاوې برابرې کړې دي. دا لوبغاړې به د جولای په پنځمه د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه هم په لارډز لوبغالی کې له نژدې وګوري.
د انګلستان د ښځینه کرکټ ادارې مشره کلېر کانر ویلي، دغو لوبغاړو له سختو شرایطو سره سره د کرکټ سفر ته دوام ورکړی او بېساری زغم یې ښودلی دی.
پخوانۍ استرالیایي کرکټره مېل جونز، چې د دې لوبډلې د انتقال په بهیر کې یې مهم رول درلود، دا سفر «یو مهم پرمختګ» بللی، خو ویلي یې دي چې لا هم ډېر کار ته اړتیا شته.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د کرکټ نړیوالې شورا تر فشار لاندې ده، ځکه لا هم د افغانستان د نارینهوو ملي لوبډلې ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون اجازه ورکوي، حال دا چې د ښځینهوو استازې لوبډله نهلري، چې د غړیتوب له اصولو سره په ټکر کې ګڼل کېږي.
د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ اجرائیه مشر ریچارډ ګولډ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د کرکټ نړیوالې شورا ته لیک استولی و او د ښځو د حقونو د «تر ټولو ناوړه سرغړونې» پر ضد یې د ګډ اقدام غوښتنه کړې وه.
سره له دې چې انګلستان لا هم د نړیوالو جامونو په سیالیو کې د افغانستان د نارینهوو لوبډلې پر وړاندې لوبې کوي، خو د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې د دوه اړخیزو سیالیو کومه نوې لړۍ نه ده تنظیم کړې.