Homeخبرونهافغان کډوال، ایران کې له سختو اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره...

افغان کډوال، ایران کې له سختو اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي

تاند (شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲مه) د کډوالۍ د ګډ مرکز د راپور له‌مخې، افغان کډوال په ایران کې له سختو اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

دغه راپور چې په ایران کې له افغان او پاکستاني کډوالو سره د لیدنو او خبرو پر اساس چمتو شوی دی.

راپور ښيي چې، دغه هېواد کې له افغانانو سره د سخت چلند، نیونو او جګړو له امله ډېر شمېر افغانان اړ شوي، ترکیې او اروپا ته پر خطرناکو مرګونو لارو سفر وکړي.

په راپور کې د ډېر شمېر هغو افغانانو یادونه هم شوې چې د ایران په تهران، زاهدان او مشهد ښارونو کې له دغه هېواده د وتلو او ترکیې او اروپا ته د تګ په موخه د قاچاقبرو د موندلو په هڅه کې دي.

راپور کې ویل شوي چې، دغو زیات شمېر کډوالو د سرپناه، خوراک او روغتیايي خدماتو له نشتون شکایت کړی دی.

د کډوالۍ د ګډ مرکز د راپور له مخې، افغان کډوال د تاوتریخوالي، دوه‌ګوني او ناوړه چلند له جدي ګواښونو سره هم مخ دي او ډېر یې ایران د خپل سفر تر ټولو خطرناک ځای ګڼي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې، اوس هم هره ورځ سلګونه افغان کډوال له ایرانه په جبري ډول شړل کېږي او زرګونه نور بیا په ایران کې زنداني دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...