تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د دغه هېواد د لوېدیځو سیمو فضايي حریم موقتاً بند اعلان کړی، په داسې حال کې چې امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن پر ایران د احتمالي نوو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تهران د الوتنو د معلوماتي سیمې په لوېدیځه برخه کې د ټولو مسافرو وړونکو الوتنو جوازونه لغوه شوي او فضايي حریم په لنډمهاله توګه تړل شوی دی.
د دې ادارې په وینا، اوس مهال یوازې اته هوايي ډګرونه د فعالیت اجازه لري، چې پکې مهرآباد، امام خمیني، اصفهان او یزد هوايي ډګرونه شامل دي.
دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماټیکو هڅو او احتمالي هوکړې لپاره خبرې روانې دي، خو له بلې خوا د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو نښې هم لیدل کېږي.
CBS News د شنبې په لومړیو ساعتونو کې راپور ورکړ چې د امریکا حکومت د ایران پر ضد د بریدونو د نوې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.
دې شبکې د هغو سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دي افشا شوي، ویلي چې د نوو بریدونو لپاره لازم تیاری او پوځي چمتووالی د جمعې په ورځ نیول شوی دی.
خو راپور زیاتوي چې د امریکا په وخت د جمعې تر مازیګر پورې لا هم د ایران پر خاورې د احتمالي نوي برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه وه شوې.
په ورته وخت کې، د وال ستریټ ژورنال یوې خبریالې په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په وروستیو ساعتونو کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره ځانګړې غونډه کړې ده.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې د ایران په اړه د امریکا پر راتلونکو ګامونو بحث شوی، خو کومه قطعي پرېکړه نه ده شوې.
د سپینې ماڼۍ د دغې خبریالې په وینا، ټرمپ په غونډه کې منلې چې ډیپلوماسۍ ته لا ډېر وخت ته اړتیا شته، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی چې د جګړې او پوځي اقدام احتمال لا هم د امریکا د انتخابونو برخه ده.
شنونکي باور لري چې د ایران له لوري د فضايي حریم تړل کېدل ښايي د احتمالي امنیتي ګواښونو او پوځي تحرکاتو له اندېښنو سره تړاو ولري، ځکه په تېرو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.
بل لور ته، د سیمې هېوادونه او نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي، ځکه هر ډول مستقیمه پوځي نښته کولای شي د منځني ختیځ امنیت او نړیوال اقتصادي وضعیت له جدي خطر سره مخ کړي.