Homeخبرونهد تورغونډۍ- هرات- کندهار- سپین بولدک د رېللارې سروې بشپړه شوه

د تورغونډۍ- هرات- کندهار- سپین بولدک د رېللارې سروې بشپړه شوه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د طالبانو د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني ویلي چې د تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپین بولدک د رېللارې پروژې سروې او ډیزاین بشپړ شوي او د رغنیزو چارو کار به یې په نژدې راتلونکې کې پیل شي.

ښاغلي ثاني د حیرتان–مزارشریف د رېلګاډي تم‌ځای د پنځمې برخې د فعالېدو په مراسمو کې وویل چې هڅې روانې دي څو د دې برخې ظرفیت ۳۰۰ واګونونو ته لوړ شي.

له بلې خوا، د د ازبکستان د رېللارو د ادارې مشر ظفر ګیاسوویچ نظرالله‌اېف ویلي چې هڅې کېږي څو د بلخ د نایب‌آباد د رېلګاډي تم‌ځای ته د واګونونو تګ راتګ ۷۰۰ واګونونو ته زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...